غزني: د ملي پوځ درې سرتيری وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي

غزني: د ملي پوځ درې سرتيری وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي



روهي، (درې نۍ/۲۱ د لېندۍ)، د افغان حکومت وسله والو مخالفينو تېره شپه د غزني ولايت په اندړو او مقر ولسواليو بريد کړی، چې په پايله کې يې د افغان ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د غزني ولايتي ادارې ياده مرګ - ژوبله تائيد کړې ده.

د غزني ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې تېره شپه سر ماسخوتن په دوو بېلا بېلو بريدونو کې ياده مرګ- ژوبله پېښه شوې ده، خو تر اوسه د وسله والو مخالفينو ته د مرګ او ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي او نه هم وسله والو مخالفينو د بريدونو رد او تائيد کړی.
 
په غزني ولايت کې د طالبانو او د دولت نورو وسله والو مخالفينو له خوا بريدونه کيږي، چې د ملکي وګړو ترڅنګ په مې دواړه لورو ته هم مرګ ژوبله اوړلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top