د جوزجان له درزاب او قوش تپې څخه زیات شمېر خلک تښتیدلي، دولت نن عملیات پیلوي

د جوزجان له درزاب او قوش تپې څخه زیات شمېر خلک تښتیدلي، دولت نن عملیات پیلوي



د جوزجان ولایتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت له درزاب او قوش تیپې ولسوالیو څخه زیات شمېر خلک شبرغان ته تښتیدلي دي.
ویل کیږي چې د یادو ولسوالیو زیاتره سیمې د داعش وسله والو په لاس کې دی.
د درزاب ولسوال باز محمد داور ویلي دي چې د قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ سره د یو څو پوستو د دوی په لاس کې دي او نورې ټولې سیمې داعشیانو نیولي دي.
نوموړی وایي چې له داعشیانو سره زیات شمېر بهرني وسله وال هم دي او په یادو سیمو کې یې د پوځي روزنو مرکزونه جوړ کړي دي.
له بلې خوا افغان دولت وایي چې نن به په دواړو ولسوالیو کې د داعش ترهګرو پر وړاندې پوځي عملیات پيل شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top