امریکا: د داعش له ماتې وروسته له ایران سره مقابله  کوو

امریکا: د داعش له ماتې وروسته له ایران سره مقابله  کوو



په عراق کې د امریکا سفیر له اسوشییتد پرس سره په خبرو کې ویلي، له داعش ډلې سره تر درې کلنې جګړې وروسته امریکا هڅه کوي په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ونیسی او د کردستان د مسلې د حل په موخه لاس په کار شي.
 داگلاس سلیمان ویلي، ایران په ډېرې سادګۍ سره د خپلو ګاونډیو حقونه تر پښو لاندې کوي. ده ویلي، دا سمه ده چې ایران له عراق سره د داعش په ماتې کې مرسته کړې دي، خو داسې به ډېر کم پېښ شوي وي، چې ایران دې په سیمه کې د انسان دوستۍ او بشر پالنې لپاره کوم مثبت ګام پورته کړی وي.
 د امریکا ولسمشر په عراق او سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د ایران پر سپاه پاسداران باندې نوي بندیزونه وضع کړي دي. داگلاس دغه راز ویلي، چې امریکا هڅه کوي د عراق د مرکزي حکومت او د آزاد کردستان غوښتونکو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top