په ننګرهار ولایت کې درې امریکایي سرتیري وژل شوي دي

په ننګرهار ولایت کې درې امریکایي سرتیري وژل شوي دي



په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په یاد ولایت کې د دوی درې تنه سرتیري وژل شوي.
د یادو سرتیرو د وژل کیدو سبب ترافیکي پېښه ښودل شوې ده.
ویل کیږي چې په پېښه کې دوه تنه نور امریکایي سرتیري ټپيان شوي دي خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
سرچینې د پېښې کره ځای او څرنګوالی نه دی ښودلی.
د یادو سرتیرو په وژل کیدو سره په افغانستان کې روان کال د امریکایي وژل شوو سرتیرو شمېر ۱۵ ته ورسیدلو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top