څخهَ او نیخه/ نیخم (ژبپوهنه)

څخهَ او نیخه/ نیخم (ژبپوهنه)



څخهَ او نیخه/ نیخم
لیکوال: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي د اولې دورې د څلورم کال زده کړیال: نذیر احمد رښتینی
څخه د ځني په معنا عام دئ. چي د پښتو ژبي ختیځه لهجه ئې پر ځای /نه/ کاروي؛ لکه:
لویدیځه لهجه/ کندهارۍ لهجه: له هلمند څخه کندهار ته ځم.
ختیځه لهجه/ ننګرهارۍ لهجه: له هلمند نه کندهار ته ځم.
په دغه (څخه) کي فشار/ خج پر اول توري /څ/ دئ، خو دلته بیا د (څخه او ځني) مانا یوه نه ده؛ بلکي تفاوت پکښي سته. مګر په دې لاندي بُلګه کي ئې بیا مانا یوه ده؛ لکه:
قلم مي ځني واخیستئ/ قلم مي ورڅخه واخستئ.
(څخهَ او نیخه/ نیخم): د (څخهَ) په کلمه کي فشار/ خج پر وروستي ږغ /ه/ دئ، چي له (څخه/ ځني) سره خورا ښکاره توپیر لري؛ لکه:
سوله ښوونځي ته ولاړه؟
څخهَ
یا هم:
اتل پوهنتون ته تللی وو؟
نیخم/ نیخه
دا دواړه مفاهیم د یوې اوږدې جملې لنډ سوی شکل دئ. د (څخهَ) کلمه (د څه خبر یم.) د جملې او د (نیخم/ نیخه) دوو کلمو (چي ځیني خلک يې په نیخه او ځیني يې په نیخم سره وايې، چې دواړه د یو ګډ مفهوم افاده کوي.) هم د (نه یم خبر) د جملې لنډه جوله ده.

دغه دواړې کلمې اولسي رنګ لري. اولس په دې نه پوهېږي چي د دوی دا کار به د یوه فن سره تړاو لري او هورې به د توضیح و تشریح اصول لري او په دې خو بیخي خبر نه دي چې دا ډول کارونه به د خاصو اصولو په بینا کیږي.

د ژبپوهني په فن کي دا کار (اکرنیم/ Acronym) بلل کیږي. د (اکرنیم) په اړه استاذ غضنفر کښلي دي: ((اکرنیمونه مستقل لغتونه وي او د ژبي صرفي او نحوي قواعد ورباندي تطبیق کیږي.)) (غضنفر، اسدالله، (د نثر لیکلو هنر، دوهم چاپ، [۳۸۱مخ])

که فکر وکوو، د (څخهَ او نیخه/ نیخم) په کلمو کي ځیني توري اضافه دي هغه چي په هر خاطر زیات شوي دي، ممکن علت ولري، چي زه دلته نه پر ږغېږم، بلکې ښکاره مانا يې دا ده چې دا تېر و بېر کار ولسي خوند و رنګ لري.

د پښتو ستر خواخوږی او معاصر خوشحال خان، وزیر محمد ګل مهمند و پښتو ته زیات خدمت کړی دی. د پښتو ګرامر، قاموس او لغت جوړوني ته يې تر خپل وس زیات کار کړی دی.

مرحوم مهمند د اکرنیم د اصولو سره سم د (هڅوب) کلمه د (کلتور) له پاره جوړه کړه. دا چي موږ د کلتور ډېره عامه فهمه او مروجه کلمه درلوده نو (هڅوب) نه د ولس و خولو ته ولوېدی او نه هم چا و پېژندی، بلکې ناکاره پاته شوو.

هڅوب: (هغه څه چي ولسونه سره بېلوي.) په جمله کې د کلمو د سر توري سره یو ځای کړي او (هڅوب) ځني جوړ شوی دی.

دې کار نن سبا د اقتصادي ژبې په مفهوم هم عام ذهن ته د ټولنیزو رسنیو (فیس بوک، ټویټر، ټلګرام او نورو ...) څخه لار پیدا کړې ده.

دا مفهوم د نړۍ په پرمختللو ژبو کې د کار وړ دی او تر ډېره حده بریالی هم دی، خو پښتو لا ددې کار توانايي نه لري؛ موږ لا نه شو کولای چې ( نه لري په نلري؛ نه کوو په نکوو؛ له پاره په لپاره او نور...) وکاږو او نه هم د ژبې معیار؟ داسې کوچني موضوعات ټاکي.

انګلیسي د نړۍ د کاریګر او خواریکښ ولس ژبه ده. هغوی که [بي. بي. سي (برټیش بروډکاستنګ کارپورېشن) او یا یونیسف، ایساف،] لیکي او وايې یوه وسیع ژبه او تعلمیافته ولس لري.

موږ هم په پښتو کې د کار د اسانۍ له پاره ځیني نومونه را لنډ کړي دي؛ لکه: ا. ا. ج. ( د افغانستان اسلامي جمهوري دولت؛ م. م. س. (د ملګرو ملتونو سازمان) او نور ... . چي دا کار په اداراتو او خبریالان يې په خپلو یاداښتو کې ساتي.

دا ډول اکرنیمونه کله یوه کلمه تشکلیوي او کله بیا یوازې توري پاتېږي؛ لکه پورته چې يې ډېري بلګې ذکر شوې.
اکرنیم چې ځان ته د اصولو په اساس جوړیږي، موږ يې باید اصول په پام کې ونیسو؛ نه داسې چې (نلرم، نکوم، نسته، لپاره) د نفي تاړی (نه) له کومکي فعل سره و مښلوو او یا (لپاره) چې اوستر/ روستربل دی، وکاږو.
دا ډول لیکل يې ناسم دي، ځکه د دې ناخپلواکو کلمو یو- یو حرف (ه) په ښکاره ډول له مینځه پکې تللي دي؛ حالانکي دا کار د ژبپوهني له بابته ناګرد دي.
(نه لرم، نه کوم، نه سته) او (له پاره) به همداسې لیکوو. تر څو د ژبې اصالتونه راڅخه زیانمن نه شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top