افغان کرکټ لوبډله به خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه له هند سره وکړي

افغان کرکټ لوبډله به خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه له هند سره وکړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ۲۰) افغان کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه له هند سره وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په ټویټر پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
یادې ادارې له هنده مننه کړې، چې د افغانستان پیلېدونکې ټېسټ لوبې لپاره یې د افغان کرکټ بورډ غوښتنه ومنله.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویلي چې ژر به له هند سره د کېدونکې ټېسټ لوبې د دقیق تاریخ په اړه معلومات ورکړي، خو هندي رسنیو راپور ورکړی چې کېدای شي لوبه د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې وشي.
اخوا د هند د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس راهول جوهري هم تائید کړې چې هېواد یې له افغان کرکټ ټیم سره ټېسټ لوبه کوي او افغانانو ته یې د پنځه ورځنیو لوبو ښه راغلاست ویلی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له هند سره د افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه تاریخي خبره بللې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top