پنځو تنو بندیانو د قرانکریم د حفظ پګړۍ وتړلې

پنځو تنو بندیانو د قرانکریم د حفظ پګړۍ وتړلې



روهي (دوه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د پکتیکا ولایت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د ياد ولايت په مرکزي محبس کې د پنځو تنو بندیانو د قرانکریم د حفظ پګړۍ وتړلې.

په دغو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي عصاالله فضلي ترڅنګ، د یو شمیر ادارو رئيسانو، دیني علماوو، قومي مخورو او بندیانو برخه اخیستې وه.

مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي د دغو پنځو تنو حافظانو هڅې وستایلې، دوی او د دوی کورنیو ته یې ددغه ستر ویاړ مبارکي وویله.

فضلي وویل، زندان په حقیقت کې د وهلو ډبلو ځای نه بلکې د اصلاح او سمون ځای دی او په وینا یې اوسني دولت ترډېره هڅه کړې چې دوی ته د زده کړو او هر ډول سهولت زمینه برابره کړي.
نوموړي دغه راز له نورو بندیانو هم غوښتنه وکړه چې د بند په موده کې دیني او عصري زده کړو ته پام زیات کړي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې یو تن بندي چې تازه یې قران کریم حفظ کړی او د حفظ پګړۍ یې تړلي وایي چې د ژوند تر ټولو ستره بریا او خوښي یې دا ده چې د بند په موده کې یې قران کریم حفظ کړ.

نوموړي د محبس له مسؤلینو او ښوونکو مننه وکړه چې د دوی زده کړو او ژوند ته پوره پاملرنه کوي او دوی ته یې هر ډول سهولتونه برابر کړي دي.

د مرکزي محبس مدیرسمونوال غلام سخي صاپي وویل محبس د یوه مکتب په څیر د د نمګړتیا وو د له منځه وړلو ځای دی او موږ تل هڅه کړې چې بندیانو ته ټول اړین سهولتونه برابر کړو.

د یادونې ده، دامهال د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې ۱۷۲ نارینه او ۵ ښځې د بېلابېلو جرمونو په اساس بندیانې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top