د امريکا په نيويارک کې چاودنه شوي

د امريکا په نيويارک کې چاودنه شوي



روهي (دوه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د راپورونو پر بنسټ د نيويارک ښار په منهتن کې د ګڼې ګوڼې په يوه سيمه کې چاودنه شوې ده، د لومړنيو راپورونو پر بنسټ په چاودنه کې يو شمېر کسان ټپيان شوي خو د مرګ په اړه پوره مالومات نه دي ورکړل شوي.
 
د نيورک سيميزو پوليسو په ټويټر پاڼه باندې ياده پېښه تائيد کړې ده او د زيات شمېر کسانو د ټپي کېدو يې ويلي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د يادې چاودنې مسوليت په غاړه نه دی منلی او نه هم سيميزو چارواکو د چاودنې په اړه مالومات ورکړې.
 
په امريکا کې په ملکي وګړو خونړۍ پېښې څه نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم په رسټورانټونو، د موسقۍ په محفلونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ځايونو په تير کې هم چاودنې شوې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top