حسن روحاني د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ځي

حسن روحاني د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ځي



د ترکیې رسمي خبري آژانس اناتولیا د خبر له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني په ترکیه د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پریکړې په غبرګون کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه یاد هیواد ته سفر کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټرمپ ته ګواښ کړی و چې که د بیت المقدس په اړه ناوړه پریکړه وکړي نو د اسلامي همکاریو سازمان نوبتي مشر هیواد په توګه به د یاد سازمان بیړنۍ غونډه راوبولي چې د امریکا پر وړاندې به پکې کلک دریځ ونیول شي.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ریاست هم ترکیې ته د روحاني سفر تایید کړی دی او ویلي یې دي چې نوموړی به په یاده غونډه کې وینا وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top