د لښکرګاه ښار په کارته لګن سیمه کې د نجونو یو ښونځی تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لښکرګاه ښار په کارته لګن سیمه کې د نجونو یو ښونځی تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو



روهي (دوه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د هلمند ولايت د ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته پّ رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلې دي چې، د لښکرګاه ښار په کارته لګن سیمه کې د نجونو یو ښونځی تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار کارته لګن سیمه کې د ملالۍ لیسې په نامه د نجونو یو ښونځی تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښونځی چې د ترمیم چارې یې بشپړې شوې، د پوهنې ریاست د معاون محمد ادریس رحیمي په ملتیا د هلمند ولایت د مرستیال او سرپرست والي سردار محمد همدرد له خوا یې د افتتاح پټۍ پرې شوه. دغه ښونځی چې د پنځو زرو شاوخوا کې زده کوونکي لري، د ۱۱۰ رسمي او شلو قراردادي ښوونکو له خوا په درېیو وختونو کې زده کړې ورکول کیږي. د نړیوال بانک په مرسته د شاخوا درې لکو افغانیو په اندازه د یاد ښوونځي ۹ خونې ترمیم شوې، چې نن یکشنبه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مرستیال او سرپرست والي له نړیوال بانک څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې معارف زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوو. هغه زیاته کړه زمونږ د هڅو په پایله کې په هلمند ولایت کې تر دې دمه څلوېښت تړلو ښوونځیو په فعالیت پیل کړی دی او د معارف د لا پرمختګ په هدف مو هڅې ګړندۍ ساتلې دي.

د دې پرانیستنې په سلسله کې مرستیال او سرپرست والي د یادې لیسې له هر ټولګي لیدنه وکړه او د ښوونکو درسي پلانونه یې وکتل.

د دغې لیسې مدیرې زینب محمدخېل و ویل، چې د دې ترمیم ټولې چارې په معیاري ډول د بشپړېدو په حال کې دي، چې د پنځه سوه شاوخوا څوکیو او میزونو ترمیم هم په کې شامل دی. زینب زیاته کړه، د یخنۍ د مخنیوي لپاره د بخاریو تدابیر هم نیول شوي دي، چې ډېر ژر به په ټولګیو کې ولګول شي. اغلې محمدخېل د ځینو ستونزو تر څنګ د ښوونکو د ادارې لپاره د فرنیچرو او میزونو له نه شتون څخه شکایت وکړ.

ښاغلي همدرد و ویل، چې ډېر ژر به د دې ستونزې د حل په موخه اقدام وکړو او د یادې لیسې اړتیاوې به پوره کړو.

مرستیال او سرپرست والي داسې مهال د یادې لیسې د ترمیم پرانیستنه کوي، چې په دې وروستیو کې یې د خپلو فعالیتونو له امله د ولس پراخه ملاتړ ترلاسه کړی دی او له بېلا بېلو سیمو څخه ولسي خلک ښاغلي همدرد څخه د ملاتړ په موخه له نوموړي سره لیده کاته کوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top