هدف، زده کړه او بری/ ۲۸ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۸ برخه


 

د ښې وينا هنر


 
ياأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿الأحزاب: ٧٠﴾ [ای د ایمان خاوندانو! له الله وویریږئ او سمې او پیاوړې خبرې وکړئ].
ښه وینا کول یو هنر دی. موږ هر یو کله کله مجبوریږو، چې د نورو په مخکې وینا او خبرې وکړو. لکه د خوښیو په مراسمو (واده، د فراغت جشن، ملي او محلي جشنونو، د نویو ماشومانو د زیږیدو خوشالۍ ...) غم (جنازه، یادغونډه، فاتحه .....)، عامو غونډو، دفتري میټنګونو، جرګو او نورو وختونو کې.
که مو وینا ښه، منظمه او اغیزناکه وه زموږ له مسلکي ـ کاري پرمختګ، هدف ته د ژر رسیدو، د نورو د ژر او پوره قانع کولو او له ځان سره یې د ملګري کولو او زموږ د شخصیت، پوهې او رهبرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي. که د ښې وینا هنر مو نه وي زده، کیدای شي، له ډیر ښه شخصیت او زیاتې پوهې سره سره د ګډونوالو په نظر کې عادي او یا حتی کمزوري خلک معلوم شو.
ښه وینا ډیره ستونزمنه نه ده، خو ډېرو خلکو ته د ستونزمنو کارونو د لست د سر لومړۍ شمیره ښکاري. د وینا د ستونزمن ګڼلو دا ستونزه عامه خو د حل وړ ده. د ښې وینا لپاره باید لاندې شپږو برخو ته پوره پام وکړو:

۱). تر وينا مخکې
تر وینا مخکې مهمترین کار دادی چې ویره، وارخطایي او اندېښنه له ځانه لیرې کړو او جرأت پیدا کړو.
د وینا لپاره پوره تیاری وکړو، چې کولای شو له دین، کلتور، کتابونو، ملګرو، انترنت، اشخاصو، دفتر، موسسې او تیرو تجربو څخه د موضوع په اړه مهم معلومات راټول کړو او هغه ټکي ترې راواخلو، چې زموږ د وینا لپاره اړین دي.
وینا باید ولیکو او څو څو ځله یې اصلاح کړو. که وینا هر څومره ډېره اصلاح کړو، همغومره ښه کېږي. یوه مشهور شخص خپلې لومړنۍ ویناوې تر دیرش ځلو ثبتولې، اوریدلې او سمولی یې. په پای کې ترې ډیر مهم ویناوال جوړ شو.
که د ښو ویناوالو ویناوې واورو او ولولو، هم ګټه رارسوي، خو له بشپړ تقلیده باید ځان وساتو او خپل ځان د یوه مستقل شخصیت په توګه تثبیت کړو. تمرین د هر چا لپاره هر وخت په کار دی، نوی او زوړ ویناوال هر یو باید پوره تیاری ونیسي.
د پیغام په لیږد کې کلیمات، لحن، حرکتونه او اشارې هر یو رول لري. ټولو ته پاملرنه پکار ده؛ کلیمات ۷٪، لحن ۳۸٪ او حرکتونه او اشارې ۵۵٪ ارزښت لري. د دې هرې برخې په انتخاب او تمرین کې پاملرنه په کار ده. پوره تیاری په وینا کې زموږ د بریالیتوب لپاره ۹۰٪ اهمیت لري.
 

۲. پخپله وينا


یوه ښه وینا باید درې ځانګړنې ولري: منطق (استدلال)، اخلاق او هیجان.
د وینا پيل باید له اساسي ټکو وشي. هره کلمه باید وسنجول شي. ځکه یوه ښه کلمه تر ۵۰ متوسطو او عادي کلمو ډیر ارزښت لري. وخت هم مهم دی. لنډه وینا تر اوږدې ښه ده او ستونزمنه هم ده، خو ستونزه باید ومنو او لنډه وینا وکړو.
په وینا کې باید څو اساسي پیغامونه ولیږدوو. کیدای شي پیغامونه مو له درې تر پنځو پورې وي. څومره، چې کولای شو باید لږ پیغامونه وټاکو. د هر پیغام په لیږد کې د بري څلور عامله او قدمونه (PREP) دادي، چې باید په پام کې ونیول شي:
 ۱) لیدلوری(point of view)
 ۲) دلایل (reasons)
۳) مثالونه (examples)
۴) د لیدلوري تکرار(point of view)
د وینا د پيل او پای وختونه ډیر اهمیت لري. د وینا لومړۍ او وروستۍ اغیزه ډیره ستره وي، خو فکر مو وي، چې دا ستروالی هم مثبت کیدلای شي او هم منفي.
داسې هم کولای شو، چې لیکلې وینا ولولو، له یاده هم خبرې وکړو، خو که اوریدونکو ته مخامخ په طبیعي انداز خبرې وکړو، اغیز یې زیاتیږي. په وړو کارتونو کې مهمې خبرې لیکلای شو چې د رایادولو لپاره ورته وګورو، خو د تشریح پر مهال باید اوریدونکو سره په تماس کې اوسو.
وینا څو پړاوونه لري، چې هر یو یې مهم دی:
  1. سلام او اشنایي
  2. د وینا مقدمه
  3. د اصلي پیغامونو بیانول
    1. د اصلي پیغام لنډیز
    2. د اصلي پیغام تشریح
    3. د اصلي پیغام لپاره مرستندویه مواد، پوهه، معلومات او دلایل لکه ایت شریف، حدیث شریف، متل، د مشهورو شخصیتونو ویناوې، مهم شعر، کیسې، څیړنیز ارقام او حقایق په نښه کول او د هغو په رڼا کې د خپل پیغام او حقانیت د اهمیت ثابتول.
    4. د اصلي پیغام لنډیز ویل
  4. د وینا اختتامیه برخه یا د ټولو اصلي پیغامونو د مهمترینو برخو په داسې ډول بیا ویل، چې د هغوی د پلي کولو لپاره د ګډونوالو ملاتړ راجلب کړل شي (اپیل، وړاندیز، توافق غوښتنه).

د وینا د ټولو برخو تر منځ باید منطقي تړاو موجود وي. کیدای شي، وینا یو یا زیات اصلي پیغامونه ولري، خو که اساسي پیغامونه لږ وي، ښه به وي، ځکه اوریدونکي پکې نه ورکیږي. جملې او کلمې هم ډیرې مهمې دي. هره جمله باید لنډه او واضح وي، له بهترینو مرکبو کلمو جوړه وي، مبتدا او خبر ولري او اوریدونکی پرې پوه شي. په هر پیغام کې باید د منطق، اخلاقو او هیجان درې واړه برخې موجودې وي.
 

۳. ويناوال


ویناوال د غونډې او وینا اصلی لوبغاړی دی. باید هم تر وینا وړاندې او هم د وینا پر مهال خپل ځان او خبرو ته متوجه وي. د ویرې، اندېښنې او وارخطایي د له منځه وړلو لپاره باید ځان تکړه وښيي، ځان داسې تلقین کړي، چې تر ټولو ګډون والو پر موضوع ښه حاکمیت لري، تیاری یې نیولی دی، تمرین یې کړی دی او په دې ډول یې وینا ښه او د ټولو د خوښې وړ ګرځي. د وینا تر پیل وړاندې دې ژوره ساه واخلي، په زړه کې دې له الله تعالی مننه وکړي او د خپلې وینا د بري لپاره دې ترې مرسته وغواړي. د ویناوو پر مهال باید ویناوال خوښ، خندان او بشاش  وي، باید ښایسته ښکاره شي او باسلیقه وي. البته په هغو ویناو کې چې د غمشریکۍ په مناسبتونو کې وي، د ویناوال الفاظ او څیره دواړه باید غمشریکي ولیږدوي.
ویناوال باید د عالي والي حس وکړي. دا د ځان لپاره یو ویاړ وګڼي، چې د وینا موقع ورکړل شوې ده. اوریدونکي هم مهم وګڼي او په دې ډول خپل اهمیت لا زیات کړي، چې دغسې مهمو خلکو ته وینا کوي.
د سترګو تماس د صمیمیت مهمترینه وسیله ده. ویناوال باید په مینه ناک انداز ګډون کوونکو ته وګوري، ځمکې او شاوخوا ته ونه ګوري، همدارنګه ډیر پورته هم باید ونه ګوري. ښه به دا وي، چې ډېر هغه چا (یو بلد شخص) ته وګوري، چې د ده وینا په موسکا یا د سترګو په اشارو تائیدوي. دا کار ده ته جرأت ورکوي او بیا په تدریج سره هر چا ته کتلای شي.
د وینا وال د خبرو تون یا غږ باید ورو، په شمارلو کلمو او د معمول حالت له مخې وي، خو د ګډون کوونکو د شمیر له مخې یې اواز باید کافي لوړ وي. موسکا د هر چا وړیا شتمني ده، ویناوال باید د وینا پر مهال په مناسب ډول موسکی واوسي.
د پوښتنې او ځواب طریقه هم کله کله ښه وي. که له ګډون کوونکو داسې پوښتنه وشي، چې د ویناوال او دوی تر منځ پرې توافق وي او چې ګډون وال مثبت ځواب ورکړي، وینا کوونکي ته جرأت ورکوي. خو دا کار مهارت غواړي. نوي ویناوال یې تر ډېره نه خوښوي.
مترادفې یا هم وزنه کلمې هم په وینا کې خوند پیدا کوي. درې درې او دوه دوه . لکه [وطن، دین او ولس پر موږ حق لري، زه، ته او هر افغان یې باید خدمت وکړو]. یا [فقر، نیستي او ناروغي یو د بل خور و ورور دي، له پرمختګه مو راګرځوي، روغتیا مو خرابوي او د ذلت کندې ته مو غورځوي. نو موږ ټول باید په ګډه د هغوی د له منځه وړلو لپاره کار وکړو].
وینا کوونکي دې له سهوو او اشتباهاتو څخه نه ویریږي. سهوې له هر انسانه کیدای شي. که له ویناواله غلطي وشوه، باید وارخطا نه شي، ډېر کله خلک تېروتنو ته نه متوجه کیږي، که په استثنایي ډول کوم یو متوجه شي، سر پرې نه خوږوي.
کله کله یوه نیمه موءدبانه فکاهي هم ښه وي، خو ډېرې او بې ارتباطه فکاهۍ زیان اړولای شي. ویناوال دې د ځان کیسې ډیرې نه کوي، په اصلي پیغام دې ډېر تمرکز وکړي.
لکه وړاندې مو، چې وویل په وینا کې کلمې ۷٪، لحن ۳۸٪ او د بدن حرکات او د سر او سترګو (متوازنې او مودبانه) اشارې ۵۵٪ اهمیت لري. که هر څومره علمي او ادبي وینا ولیکل شي، خو چې د ویناوال په لحن کې صداقت او له موضوع سره ژوره مینه نه وي موجوده او په لاسونو، سترګو، تندې او بدن کې تحرک، مینه او هیجان نه وي، اغیز نه کوي یا کم اغیز کوي. مثلاً که یو شخص بل ته ووایي ته ماته ډیر ګران یې، دلته د لحن په بدلون د ویناکوونکي د نیت بدلون څرګندیږي. مثلا که په ځان (ډیر) فشار راولي معنی داده پخپل ګرانښت تاکید کوي. که په (ماته) زور اچوي معنې دا چې پر خپل ځان ټینګار کوي او که په (ته، او ډیر دواړو زور اچوي) نو په مقابل لوري تاکید کوي. د هرې جملې معنی د لحن له مخې بدلیدای شي. 
 
 

۴. اوريدونکي


د اوریدونکي سن، جنس، مسلک، زده کړه، ټولنیز او اقتصادي موقف، شکل، فکر، ذوق، عقیده، کورنۍ، معلومات، غوښتنې او احساسات باید درک شي او د هغو مطابق وینا جوړه شي. موضوع او مناسبت ته پام هم مهم دی. که یوه د خوښۍ غونډه وي نو د غم خبرې پکې باید ونه کړو. پر موضوع تمرکز باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي. د اوریدونکو سویه هم باید په نظر کې وساتل شي. که د یو مسلک متخصصین ناست وي او موږ دوی ته په داسې انداز وینا کوو، چې ګویا موږ تر هغو زیات پوهیږو، د وینا تاثیر مو منفي کیږي.
زموږ په وینا کې باید ګډون کوونکي، خپلې غوښتنې او ارزښتونه وګوري، دوی باید قانع شي، چې وینا اوریدل ورته ضروري او ګټور دي او هسې وخت یې نه ضایع کیږي. وینا باید د هغوی تر سویې ټیټه یا پورته نه وي.
 
 

۵. چاپيريال


د وینا ځای او چاپیریال هم ډیر مهم دی. د تالار، اندازه، رڼا، د هوا جریان، سکون او ارام والی، د ګډون کوونکو شمیر، وسایل (میخانیکي، چاپی، صوتي، رسنیز) او نور مسایل ټول باید په پام کې ونیول شي.
په چاپیریال کې درې خبرې ډیرې مهمې دي:  ۱) اواز  مو باید ټولو ته ورسیږي ۲) چاپیریال باید پاک او د خوښې وړ وي، رڼا یې مناسبه او هوا یې ښه وي ۳) په داسې ځای کې باید ودریږو، چې ټول ګډونوال موږ وویني او موږ هغوی ووینو. پر مخ مو باید تیاره نه وي، بلکې رڼا زموږ پر لور وي.
 
 

۶. نتيجه


د وینا نتیجه تر ټولو ډیره مهمه ده. موږ باید له وینا څخه هغه څه لاس ته راوړو، چې غواړو یې. د وینا متوقع نتیحې باید  توافق، اقدام او تعقیب وي. ښه او ایډیال حالت دا وي، چې اوریدونکي له موږ سره په هغه څه موافق شي، چې موږ یې ترې غواړو. دوی هغه اقدام او کړنې ته حاضر شي، چې موږ ورته وړاندیز کړې وي او د کړنو د تعقیب لپاره راسره یو پلان ومني. د هرې وینا نتیجې د هغې د مناسبت او ګډونوالو له مخې توپیر لري: معمولاً موږ، چې کله ملګرو ته وینا کوو هدف مو دا وي، چې دوی خوښ وساتو. کله، چې همکارانو ته خبرې کوو، هدف دا وي، چې باید یو له بله څه زده کړو. که لویې ټولنې او یا کمپاین غونډې ته وینا کوو نو غواړو، چې ټولنه کار او عمل ته وهڅوو. که له قاضي، وکیل او څارنوال سره خبرې کوو، لوی هدف مو دا وي، چې دوی قانع کړو.
ښه دا وي، چې د ضرورت په صورت کې له هر چا سره د توافق شویو ټکو د تعقیب یو پلان جوړ او پلی کړو. پدې صورت کې به مو هم وینا اغیزناکه وي او هم ګټوره.
که ښه وینا زده، تمرین او عملي کړو، د ژوند په ډېرو برخو کې به بریا زموږ وي.
 

د وینا جوړولو تمرین او فارمټ


 
کله، چې یوه وینا جوړوو، د لاندې پلان له مخې یې ترتبیولای شو:

(۱) د وینا عنوان ولیکئ

(۲) د وینا لپاره د ۱۵ ټکو یو لست جوړ کړئ

(۳) له درې تر پنځو مهم ټکي په کې د مهمو پیغامونو په توګه انتخاب کړئ

(۴) د وینا لنډیز ولیکئ، چې له درې تر پنځو مهم ټکي (پیغامونه) په کې په لنډیز بیان شوي وي

(۵) هر مهم پیغام د لاندې فرمول له مخې تنظیم کړئ

P

Point of view

د نظر مهم ټکی:...............................

R

Reason(s)

دلایل او تشریح: ............................

E

Example(s)

مثال: ............................................

P

Point of view

د نظر  د مهم ټکی لنډیز او تکرار...................

(۶) د خپلې وینا لنډيز په داسې بڼه وړاندې کړئ، چې ګډون کوونکي ستاسو له وړاندیزونو یا اپیل سره مل شي. د یوه کار په کولو یا له تاسو سره د نظر په یووالي توافق وکړي.

 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top