جوزجان ولايت ته د ښځينه او نارينه فرانسوي او نورو بهرنيو داعشيان راتګ

جوزجان ولايت ته د ښځينه او نارينه فرانسوي او نورو بهرنيو داعشيان راتګ



روهي (دوه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، دا راپورونو پر بنسټ د هېواد په شمال او په ځانګړې ډول جوزجان ولايت کې د بهرنيو هېوادونو داعش جنګيالي لېدل شوي دي.
 
د جوزجان ولايتي اداره په ځينو ولسواليو کې د فرانسې، الجزيرې، چيچينيا، ازبکستان او تاجکستاني داعش جنګياليو د شتون خبر ورکوي، د ياد ولايت يو څو تنو اوسېدونکي ادعا کوي، چې داعش جنګيالي يې لېدلي چې په فرانسوي ژبه يې خبرې کولې.
 
د جوزجان ولايتي اداره په ياد ولايت کې له ۵۰ څخه ۲۰۰ پورې د بهرنيو هېوادونو د دعشيانو د شتون په اړه ادعا کړي او اندېښنې يې ښودلې دي.
 
خو تر اوسه افغان مرکزي حکومت په جوزجان ولايت کې د بهرنيو هېوادونو د داعشيانو په اړه څه نه دي ويلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top