د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي يوځای کېدنې (جنسي قربت) پنځه غوره ګټې

د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي يوځای کېدنې (جنسي قربت) پنځه غوره ګټې



هر کله چې يوه ښځه او خاوند په ګډ ژوند کې له نورو چارو او مسوليتونو سره يوځای، يو فعال جنسي ګډ ژوند هم ولري، نو د ژوند ګډ مزل به يې پوره بريالی وي. تر ډیره د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې د يو لورې په خوښه او غوښتنه او د بل لورې له خوا په اړ ډول باندې وي او يا هم دواړه يوازې د اولاد د منځ ته راوړلو لپاره جنسي قربت کوي.
 
د ښځې او خاوند ترمنځ يو همغږه ګډ جنسي ژوند او یوځای کېدنه له نورو ډېرو برياوو سره لاندې پنځه ګټې هم ور په برخه کولی شي.

۱- جنسي اړيکې روحي فشار او اندېښنې له منځه وړي:
جنسي يوځای کېدنه د انسان مرکزي عصبي سېسټم او همدارنګه د پېټويټري غده هڅوي، ترڅو د (اندورفین) په نوم هورمون توليد کړي. اندورفین په طعبيي ډول د خوښ او خوشحاله احساس هورمون دی. په نيويارک کې د سټېټ پوهنتون له خوا په ترسره شويو څېړونو کې په ګوته شوېده، چې هغه ښځې چې په منظم ډول جنسي اړيکې ساتي، روحي فشار او اندېښنې يې ډېرې کمې دي، د هغه ښځو په پرتله چې له واده وروسته جنسي اړيکې نه لري او يايې هم شمېره ډېره کمه ده.
 
۲- د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړېکې دواړه ځوان ساتي:
هر کله چې ښځه او خاوند خوښ کورنۍ ژوند او جنسي اړېکې ولري نو تر ډېره ځوان پاتې کيږي. څېړونو ښودلې ده، چې هغه جوړه چې په منظم ډول سره جنسي اړېکې ساتې د خپل ريښتني عمر په پرتله ۱۲ کاله په ظاهري بڼه کې ځوان او تازه ښکاري. د جنسي اړيکو په ترسره کېدو د ځوان پاتې کېدو لامل په دې کې دی، چې جنسي اړيکې د اندېښنو محنيوی کوي، د زړه ځينې ناروغۍ له منځه وړي او همدارنګه وجود ته د پوره انرژۍ په ورکړه کې مرسته کوي.
 
۳- جنسي اړيکې د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کوي:
هغه کسان چې جنسي يوځای کېدنه په منظم او همغږه ډول ساتي، د وجود دفاعي سېسټم يې د هغه کسانو په پرتله ډېر غښتلی وي، چې جنسي اړېکې نه ساتي. جنسي اړېکې د انسان په بدن کې د امينوګلوبين (immunoglobulin ) درجه لوړه ساتي.
 
۴- جنسي اړيکې په طعبيي ډول سره درد له منځه وړي:
کله چې اسنان د جنسي اړيکو په وسيله تحريک کيږي او مخکې له دې چې انزال ته ورسيږي، د انسان په بدن کې د اکسېټېسين (Oxytocin ) هورمون درجه له عادي حالت څخه پنځه برابره لوړيږي. اکسېټېسين هورومون د ملا درد، د بندونو درد او د مياشتنۍ ناروغۍ پر بنسټ د لېدنۍ ملا او خېټې درد له منځه وړي.
 
۵- جنسي اړيکې د بې خوبۍ ښه درمل:
څېړونو ښودله چې د جنسي اړيکو وروسته د ارامه او يو ښه خوب چانس ډېر وي. د ارامه ژوند لپاره بايد ښه د شپې خوب ولرو ترڅو له اندېښنو مو لېرې وساتي، هر کله چې جنسي اړيکې تر سره شي او انزال رامنځ ته شي، نو پرته درملو د ژور خوب احساس کيږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top