اقتصادي وده او نړیوال باور

اقتصادي وده او نړیوال باور



په دې اخېـرو درې کلونو کې په نړیواله سطحه د سیاسي ، اقتصادي او دیپلواتیکو اړیکو په ډګر کې د ملي یووالي حکومت پرلپسې بریاوو زموږ د هېواد اعتبار او پرستېج نور هم لوړ کړ.

د ملي یووالي حکومت وتوانېده چې د خپلو سیاسي رقیبانو د اټکلونو او باورونو برخلاف، د خپل نظام او خپلو پلانونو په اړه نړیوال ملاتـړ تر لاسه کړي او په بهرنۍ پالیسي کې مثبت تغيـر راولي.

د روان سیاسي او اقتصادي بهيـر نړیوال ملاتړ ، د دې ښکارندویي کوي چې افغانان او حکومت یې په سمه لار روان دي.

د افغانستان د اقتصدي ودې په اړه، د پیسو نړیوال صندوق IMF څه موده وړاندې په خپل راپورکې د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۵ م کال کې دوه اعشاریه څلور ، په ۲۰۱۷م کې کال دوه اعشاریه پنځه او په ۲۰۱۸ م کال کې (۳ ) ښودلې ده.

دا هغه څه دي چې درې کاله وړاندې یې موږ تصور هم نشوای کولای.
که موږ په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان په اړه هغو خارجي او داخلي تبلیغاتو او تشویشونو ته وګورو چې هرڅه یې برباد ګڼل او د سیاسي ګډوډي، اقتصادي بحران او رکود خبرې یې کولې او بیا اوسني سیاسي، اقتصادي او ټولنیز استحکام ته وګورو نو د ۲۰۱۴ م کال تشویشونه او وړاندوینې بلکل په اوبولاهو شوې.
هغه وخت د ګوتو په شمېـر اشخاصو او بهـرنیو رسنیو داسې پوچ تبلغات کول چې، افغانستان به په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې چې بهـرني پوځونه له دې هېـواد څخه وځي، محوه شي خو افغانستان محوه نشو. لــږ وروسته بیا ځینو پردي پالو کړیو خولې خلاصې کړې چې دا نوی حکومت به یو کلن هم نشي او سقوط به وکړي خو خبره داسې نشوه، نظام ورځ تر بلې قوي کېـږي ، خلک په خپل لاس د جوړ کړي نظام په ملاتړ غونډې جوړوي.

بهرنۍ نړۍ یو ځل بیا خپلې ژمنې له افغانستان سره نوې کوي، ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختـللي وسلې او جنګي الوتکې سپارل کېـږي چې پخوا دا کار نه کېده. هره ورځ د دې خاورې بچیان د مـسلکي زده کړو لپاره نورو هېوادو ته لېـږل کېـږي، د نړۍ لویې اقتصادي پروژې د افغانستان په شمولیت ځان ډاډه حسابوي او قـراردادونه لاسلیک کوي خو یو څوتنه بیا دلته د نظام د سقوط او لویې جرګې د رابللو فرماشونه ورکوي، ترڅو دوی یو ځل بیا د دې هېواد په سرنویشت لوبي وکړي.
دا دومره لاس ته راوړنې پخپله نه دي راغلې ، د دې ټولو پرمختګونوتر شا د ښاغلي ولسمشر او د هغه د کاري ټیم د معقولو هڅو، پرګرامونواو ښه مدیریت لوی لاس او د دې ملت قرباني او ملاتړ شامل و.
موږ په دې ډګــر کې نه تنها چې سقوط ونکـړ بلکې نړیوالي اړیکې ، سیاسي اعتبار او اقتصادي رابطې مو تر پخوا هم قوي او د حساب وړ شوې.
ازبکستان ته د افغان ولسمشر ډاکټـرمحمد اشرف غني وروستي سفر او له ازبکستان سره په بیلابېلو برخو کې د کابو پنځه سوه میلینو ډالرو په ارزښت سوداګریز او د نورو قراردادونو لاسلیک دا وښوده چې موږ نور نو ټولې نړې ته اهمیت لرو او ولسونو غواړې له افغانانو سره اقتصادي، سوداګریزي او ټولنیزې اړیکې ولري.

اوس زموږ تازه او وچې مېوې پرته د چا له احسانه د هندوستان او نورو ملکونو بازارونو ته په اسانۍ سره رسېـږې او زموږ ملي تجاران د پاکستان له نخرو څخه خلاص شول.

په داسې حال کې چې په هېواد کې مو له څلوېښتو کلونو راهیسې کرغېـړنه جګړه روانه ده، ملت او دولت مو پرلپسې تاوانونه ګالي، زموږ د ځبلي اقتصاد لویه برخه په نظامي برخه کې په مصرف رسېـږي.

د دې په ځای چې په اقتصادي زېـرمو ، مو کار وکړو ، له کانونو مو منظم استخراج پیل شي، د اوبو بندونه او زراعت مو ورغوو ، لګیایوو د خپلو ملي امنیتي ځواکونو تودو سنګرونو ته مرمۍ او نظامي تجهزات رسوو. په داسې حال کې څوک د ګټې او اقتصادي ودې خبره کولی شي.

موږ د مخ پروړاندې تګ تکل کړی دی او په دې برخه کې د خپل دولت د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو ترشا ولاړ یوو. یوه ورځ به موږ پر خپل ځان متکي ملت یوو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top