د ریال مادرید فوټبال لوبډله نن شپه له سویا ټیم سره لوبه کوي

د ریال مادرید فوټبال لوبډله نن شپه له سویا ټیم سره لوبه کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۸مه) ویل شوي، چې د اسپانیا د لالیګا په روانو سیالیو کې نن شپه ریال مادرید له سویا سره د لوبه لري.
د راپورنو له مخې، دغه لوبه د ریال مادرید په کوربه توب د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې پیلېږي.
بل خوا د انګلستان د غوره لیګ په سیالیو کې بیا نن شپه برنلي له چلسي، بروموت له کرستال پالاس، برایتن له هادرس فیلد، سوانسي له ویست برمویچ او تاتنهام له استوک سیتي سره لوبه لري.
دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۷:۳۰ دقیقې ترسره کېږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top