افغان کرکټ لوبډله سبا له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري

افغان کرکټ لوبډله سبا له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۸مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ۵۰ اوریزه یو ورځنۍ لوبه کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي، چې دغه لوبه د شارجې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې، د ۱۳۸ منډو په توپیر سره ایرلند ماتې ورکړه خو په دوهمه لوبه کې افغانستان د ۵۲ منډو په توپیر لوبه ایرلنډ ته وبایلله.
 دغه دواړه لوبډلې به د وروستۍ سیالۍ لپاره، سمې هڅې کوي، ترڅو روان سیریز په خپل نوم کړي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top