د کرلېنګ نوې لویې افغان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړې

د کرلېنګ نوې لویې افغان ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) ویل شوي، چې د افغانستان کرلېنګ ملي لوبډلې په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د روسیې په کوربه‌توب د ۲۰۱۸ کال کرلېنګ لوبو نړیوال جام ډبل مېکس سیالیو کې برخه واخلي.
د افغان کرلېنګ فدراسیون مشر او د المپيک ملي کمېټې ویاند منور شهزاد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغې لوبې نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شي.
کرلېنګ المپیکي لوبه ده، چې افغانستان ته نوې راغلې، که څه هم دا ورزش په افغانستان او سیمه کې سابقه نه‎لري، خو په کابل کې یې مینه‎وال پیدا کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top