مولوى نيازى؛ د ټرمپ "ناروا او جاهلانه موقف" پر سختو ټکو غندي

مولوى نيازى؛ د ټرمپ "ناروا او جاهلانه موقف" پر سختو ټکو غندي



روهي (۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه)د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي مولوي عبدالرحمن نيازي روهي ته په خپلې یوې اعلامیه کې ویلي؛ د ټرمپ هغه پرېکړه، چې ګواکې په اسرايئلو کې د امریکا سفارت دې بیت المقدس ته ولېږدول شي. دغه پرېکړه نیازي یو ناروا او له اسلامي امت سره، د "ښکاره دښمنى" په معنا ګڼلی دی.
بیت المقدس د اهل مسلمانانو تر ټولو پخوانۍ قبله ده، چې له مسلمانانو پرته په کې د نورو مذهپالو ته هم مذهبي حق ورکړل شوی دی.
په یاده شوې اعلامیه کې راغلي، چې "د مسلمانانو اوله قبله او دامت مسلمه مقدس مقام شعائرالله ده" 
ویل شوي، په طول د تاريخ کې مسلمانانو له دغې مقدسې خاورې اومسجد نه دفاع کړې ده.
په اعلامیه کې د امریکې د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه، د امریکا د راتلونکو نسلونو د تباهۍ او بربادي سبب ګڼل شوې ده.
ښاغلي نیازي د مسلمانو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د امريکا "دغه مردود عمل" مخالفت وکړي او منع يي کړي.
بل خوا نن (۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) له ارګ څخه هم په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې کابل هم د بیت المقدس په اړه، د ټرمپ پر پرېکړې اندېښنه ښودلې ده.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top