جوزجان کې داعشیانو ۳۰۰ ځوانان تازه خپلو لیکو ته جذب کړي دي

جوزجان کې داعشیانو ۳۰۰ ځوانان تازه خپلو لیکو ته جذب کړي دي



د شبرغان چارواکي وایي چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې داعش ترهګرو خپلو لیکو ته تازه ۳۰۰ ځوانان جذب کړي دي.
ویل کیږي چې یاد ځوانان اوسمهال د بهرنیو روزونکو له خوا تر جګړه ییزو روزنو لاندې دي.
د درزاب ولسوال ویلي دي چې څه موده مخکې د یادې ولسوالۍ په مغل کلي کې د داعشیانو له خوا یوه لویه جلسه جوړه شوې وه چې موخه یې خپلو لیکو ته د تازه کسانو جذبول وو چې په پایله کې یې ۳۰۰ تازه کسان چې ځوانان او نوي ځوانان دي جذب شوي دي.
د ولسوال په وینا چې داعشیان یادو کسانو ته له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو افغانیو پورې تنخوا ورکوي.
ویل کیږی چې د داعش ولکه په درزاب ولسوالۍ کې دومره پراخه شوې ده چې په اسانۍ کولی شي د ولسوالۍ ودانۍ په ټوپک وولي.
د جوزجان ولایتي شورا ځینې غړي وایي چې له یادې ولسوالۍ زیاتره خلکو کډه کړې او کوم کسان چې له ناچارۍ هلته پاتې دي مجبور دی چې د داعشیانو هره خبره او ستم ومني.
اوږده موده کیږي چې داعش ترهګر په درزاب کې فعالیت کوي خو دولت یې پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top