اردوغان یونان ته خپل تاریخي سفر پیلوي

 اردوغان یونان ته خپل تاریخي سفر پیلوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن یونان ته خپل تاریخي سفر پیلوي.
دا په ۶۵ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د ترکیې ولسمشر یونان ته ځي. دغه سفر داسې مهال کېږي چې د ناټو د دغو دوو متحدینو ترمنځ اړیکو په اړه اندیښمنې دي.
ویل کېږي د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو مشران پر سیمه ییزو اړیکو، انرژۍ، سوداګریزو معاملاتو، له اروپایي ټولني سره د انقرې یوځای کېدل او په اژه رود کې د ځینو برخو د ملکیت ادعا پر سر د دوی پر اوږد مهاله شخړو بحث وشي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top