چرسي ولسمشر

چرسي ولسمشر



طنز
ولسمشر د هیواد روان کړکیچن حالت ډیر غمجناوه. دومره به ورته خفه شو چې د شپې لخوا به یې خوب ورک وو. په لږ وخت کې پرې څو نږدې ملګرو د رنګ د بدلون له امله د ناروغ ګومان کړی وو. حیران وو څه وکړي. بهرني او وطني ډاکټران یې په ځان ستړي کړل، خو ګټه یې نه کوله. نه پوهېده چې څنګه د څو شېبو لپاره غم غلط کړي او لږ تر لږه د شپې لخوا خوب ورشي.
د شپږ درجنه مشاورینو له منځه یې په ډنګر باندې زړه اوبه وڅښلې او همدا یې د دې مشورې لپاره وړ وباله. هغه دستي ورغبرګه کړه: زه دې له اولې ورځې په وضعیت پوه وم نو ځکه مې درته غږ نه کاوه. مشاور دستي د یوه چرسي ملګري سره تر مبایلي اړیکې وروسته، هغه سبا ارګ ته راوغوښت. هغه؛ ولسمشر ته د چرسو له لارې د صحت او طبیعت د ښه کیدا تضمین ورکړ.
بیا یې ورته د شمال او جنوب د چرسو توپیرونه بیان کړل او د هر یوه جلا جلا ګټې یې په مفصله توګه وویلې. د لومړي ځل لپاره یې یو سپک سګریټی جوړ کړ. ولسمشر په لومړي ځل ډیر وټوخېد خو له نیکه مرغه چې مشاور له ځانه سره د ټوخي شربت هم راوړی وو. یو سرپوخ ترې وخوړ. د ولسمشر سر ګرځیده. د وطن حالات یې له هیره ووتل. ډیر یې وخندل. خورا خوښ وو. خوب ورغی او مجلس یې پریښود. په سبا ولسمشر له ډیرې خوښۍ نوموړي شخص ته د مشاوریت بست ور ډالۍ کړ. د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر دې ستر سلاکار د هیواد په کچه د چرسو په تازه والي تمرکز کاوه.
ده به هره میاشت د تازه چرسو یوه بوجۍ ارګ ته په الوتکه کې را رسوله. له دې سلاکار سره د بهرنیانو هم جوړه وه او خورا بهرني سفرونه یې هم لرل. د ولسمشر دې ملنګ سلاکار ته په ارګ کې د یوه امر له مخې ځانګړی ودانۍ هم جوړه شوه.
د دې ودانۍ مامورین یوازې ولسمشر او یو څو تنه چرسي بنډاریان وو چې د مازیګر لخوا به پکې رسمیات پیلیدل. د ودانۍ شاوخوا به په شنو لوخړو کې پټه وه چې د هیواد ورځنی غم به پکې اسمان ته ورپف کېده. اوس نو د ولسمشر خوب او رنګ ورځ تر بلې په ښه کیدو وو.
د اوړي او ژمي چرس یې معلوم وو. د بغلان هغه یې د ژمي خوراک وو او د لشکرګاه به یې په اوړي کې خمار ماتاوه. یو ورځ یې چرسي سلاکار له هیواده لرې په یوه بهرني سفر بوخت وو چې مازیګر مهال د ولسمشر غوسې ټول چرسي یاران حیران کړل. د د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معین یې همدې ودانۍ ته راوغوښت. ښه یې سپک کړ. ورغږ یې کړل.
دا بوس (ننګرهاري چرس) نور ورک کړه کنه نو ورک به دې کړم. بیخي پکې خوند نشته. هغه بیچاره دستي پایڅې پورته کړې. جرابې یې ښکته کړې. یو نرې پاکټ یې راوویست. ویل یې صیبه! زه خپله دا ډول چرس کاروم. دا کوم بدبخته مامور درته غلطه ګرده را رسولې ده. مامورین غلط شوي دی. تاسو ته رالیږل شوی شی موږ د قاچاق لپاره تیار کړی و.
دا نمونه هلته ښه خرید لري. خو دلته یې اوس بازار خراب دی. څه وخت وروسته ولسمشر په یو لس ورځې سفر له هیواده ووت. هلته په درې ورځو کې د چرسو خمار نه وو مات شوی.سخت خواشینی وو. بیا د پخوا په څیر د وطن روانو ناخوالو ته ځوریده. سره له دې چې هلته ورته سیال ولسمشر د نڅا او ویډ بنډار هم برابر کړیوه خو د ده طبعه پرې نه وه جوړه شوی.
د اجنډا له مخې یې نن ددې هیواد په یوه ستر نړیوال پوهنتون کې محصلینو ته وینا هم لرله. وینا یې ټوله د خپل وطن په مینې راڅرخیده. د لشکرګاه د یورانیمو د ذخیرې پرځای یې څو ځله د (لشکر ګاه د ګردې) کلمه خولې ته راغله. د وینا په پای کې یې د وطن په شاړو دښتو کې د شین زعفران د کرنې لپاره د کمپاین غږ وکړ چې اشاره یې د چرسو بوټي ته وه.
د ده دا ارزښتمنه وینا د نړیوالو رسنیو له لارې جمله په جمله خلکو ته ژباړل کېده چې د هیوادوالو له تود هرکلي سره مخ وه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top