ارګ؛ د بیت المقدس په اړه، د ټرمپ پر پرېکړې اندیښنه ښودلې

ارګ؛ د بیت المقدس په اړه، د ټرمپ پر پرېکړې اندیښنه ښودلې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) کابل د امریکا د ولسمشر د هغې پریکړې په اړه، چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده اندیښنه وښوده.
له ارګه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې افغانستان د اسلامي نړۍ د خلکو ژورې اندیښنې درک کوي او د ډونالډ ټرمپ دا پریکړه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمنېدو لامل بولي.
په دغې اعلامیه کې ویل شوي؛ دا پریکړه به په منځني ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کړي.
افغان حکومت وایي، بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د مصؤبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.
په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د همدې موضوع په غبرګون کې ویلي:
د امریکا ولسمشر تېر ماښام په یوه تاریخي وینا کې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او ویې ویل چې د امریکا سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top