افغان کرکټ لوبډله نن پنجشنبه ایرلنډ سره، دوهمه سیالي لري

افغان کرکټ لوبډله نن پنجشنبه ایرلنډ سره، دوهمه سیالي لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه د ایرلنډ د کرکټ له لوبډلې سره، خپله دوهمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ لري.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دغه مسابقه د شارجې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د کابل پر وخت نن د ورځې په درې بجو پیلېږي او افغان لوبډله پر دې ټیم له وروستي بري وروسته په ښه مورال کې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تېره ورځ په لومړنۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د درېيو نړیوالو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه‌‌توب د شارجې په نړیوال لوبغالي کې تر سره کېږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top