چین د هندوستان څارګره بې پيلوټه الوتکه غورځولې ده

چین د هندوستان څارګره بې پيلوټه الوتکه غورځولې ده



د چین خبري سرچینې وایي چې د چین په لویدیځه سیمه کې چیني پوله ساتو ځواکونو د هند یوه څارګره بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
چینایي چارواکو ویلي دي چې یاده الوتکه د چین حدودو ته ننوتلې وه نو ځکه یې ویشتلې ده.
خو له بلې خوا د هند دفاع وزارت وایي چې الوتکه د دوی په خپله خاوره کې لویدلې ده او چینایانو په هندۍ خاوره کې ویشتلې ده.
هند وایي چې یاده الوتکه د ازمایښتي الوتنې په موخه پورته شوې وه چې د چیني ځواکونو له خوا وویشتل شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top