ولاديمير پوتين د څلرم ځل لپاره جمهوري ریاست ته نوماند کيږي

ولاديمير پوتين د څلرم ځل لپاره جمهوري ریاست ته نوماند کيږي



د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين، چې تر اوسه درې ځلې د دغه هېواد جمهور رييس ټاکل شوی، په راتلونکي ۲۰۱۸ ز کال کې د څلرم ځل لپاره هم خپله نوماندي وړاندې کوي.
پوتين لومړی ځل په ۲۰۰۰ او دوهم ځل په ۲۰۰۴ ز کال کې د جمهور رييس په توګه وټاکل شو، خو څرنګه چې د روسيې اساسي قانون درې دورې سر په سر د جمهور رييس کیدلو حق نه ورکوي، نو بیا يوه دوره د ده ملګری ديميتري مېدوېدیف د جمهور رييس په توګه وټاکل شو او دی يې د لومړي وزير په توګه ځایناستی شو او بیا په ۲۰۱۲ ز کال کې بیا یې ځان نوماند کړ، چې ګټونکی شو.
د نامتو «فوربیس» مجلې د نړۍ د ځواکمنو کسانو په لست کې ولاديمير پوتين تر اوسه ۴ ځله په لومړي مقام کې راغلی.
ځينې داسې احصائيې شته، چې پوتين اوس هم د خلکو له پراخ ملاتړ نه برخمن دی، او ۸۳ سلنه خلک ده ته د رایو ورکولو لپاره چمتووالی ښودلی.
د یادونې ده، چې د پوتین د واکمنۍ پر مهال روسيې بیرته ځان راټول او په نړیواله کچه ځان مطرح کړ، چې په نړیوال سیاست کې مهم رول لري. زیات شمېر روسان نوموړي ته د دوهم لوی پيتر خطاب هم کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top