ټرمپ «بیت المقدس» د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپيژندلو

ټرمپ «بیت المقدس» د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپيژندلو



د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، تیره ورځ چارشنبه، «بیت المقدس» د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپيژندلو او هغه حکم یې لاسلیک کړ، چې د دوی سفارت به هم په دغه ښار کې جوړیږي.
نوموړي تیره ورځ د يوې وینا پر مهال وویل: «د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسميت پېژندلو وعده باندې مې عمل وکړ. اسرائیل حق لري خپله پلازمېنه وټاکي.»
نوموړي پر دې هم ټينګار کړی، چې درې ګوني دینونه په دې ښار کې باید د عبادت له آزادۍ نه برخمن وي.
د یادونې ده، چې له ۲۰ کلونو راهيسې د امریکا جمهور رييسانو ورته هڅې کولې، خو له دې کبله چې به منځني ختيځ کې به سولې ته زیان ورسيږي، پرېکړه نه کوله. ټرمپ له همدې دلیل نه په ګټه اخیستلو سره ويلي، چې په دې سیمه کې په تیرو شلو کلونو کې هسې هم سوله رانغله نو ښه دا ده، چې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه وپيژندل شي.
د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ یو پانګوال و نه سیاسي شخص، د ده زیاتره پرېکړې په نقدي مادي ګټو پورې تړلي وي او دا اټکل نشي کولی او یا نه غواړي وکړي، چې په یوه سیمه کې که سوله نشته، سیاسي تيروتنې حالت نور هم بدتره کولی شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top