د پنجاپ پر وړاندې کومه پاليسي ښه ده؟

د پنجاپ پر وړاندې کومه پاليسي ښه ده؟



له تیرو شپاړسو کالونو راهیسې د افغانستان بهرانۍ پالیسي د پنجاب پر وړاندې له دوو مهمو پړاونو څخه تیره شوي ده او یا هم تیریدونکې ده. په نړیوال سیاست کې ډيرې سیاسي نظریې شتون لري  چې اکثره هیوادونه هغوو سیاسي نظریو ته په کتو سره خپلې خارجي پا لیسۍ جوړوي. او دا هره یوه نظریه ځان ته ګټې او تاوانونه لري. که څه هم په نړیوال سیاسي ډاګر کې ډیرې تيوریانې شتون لري لکه، راشنالیزم،  کنسرویټیزم،اینسټیټیوشنلیزم..... او لیبرالیزم خو په ننني دور کې زیات شمیر هیوادونه د ریلیزم او لیبراایزم له تیوریانو څخه کار اخلي.  او په زیات شمیر هیوادونو کې پاچاهان ځي او راځي خو په بهراني سیاست کې یې ډیر تغیرات نه تر سترګو کیږي په تیره هم د هغو هیوادونو پر وړاندې د کومو سره چې دوی ښې سیاسي....او اقتصادي اړیکې ونلري.
 
ریلیزم دا وایي چې هر هیواد ته خپلې ملي  ګټې مهمې دي او که چیرې ملي ګټې د خبرو له لارې لاسته نه راوړل کیدې نو د زور او ځواک څخه د کار واخیستل شي او اکثره وخت لوبه په زیرو صم ګم باندې راڅرخي .او دوی پدې عقیده وي چې د خپلو کټو د ترلاسه کولو په لار کې د نورو هیوادونو د وګړو ژوند، امنیت او اقتصاد له منځه وړل کوم بد یا تاواني کار نه دی. د دارنګه خارجي سیاست ژوندی  مثال په افغانستان کې د پنجاب مستقیمه مداخله ده چې د طالبانو او داعش جنګیالي روزي، تجهیزوي او بیا یې افغانستان ته د جنګ لپاره  راستوي .
 
همدارنګه له ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پورې د کرزي حکومت هم همدې نظریې ته لاس ورچوو او یو څه ګټه یې ترې پورته کړله.  په هغه وخت کې د پنجاب امنیتي حالت ډیر خراب شول. او د امنیتي حالتو خرابیدل  نه یوازې د یو هیواد په اقتصاد باندې منفي تاثیر لري بلکې د یو هیواد په تاریخ، اقتصاد، راتلونکي نسل او ورځني سیاست باندې یې ډیر منفي اغیز کوي.  
 
خو لیبرالیزم بیا دا منطق وړاند  کوي چې ټول هیوادونه باید خپلې کټې د نورو هیوادونو په ګټو کې ولټوي او تل باید د هیوادونو ترمنځ د وین-ین لوبه وشي.د هیوادونو تر منځ باید جنګونه اوجګړې نه وي لکه څنګه چې ریلیزم وایي. لیبرالیستان پدې یقین لري چې جنګ د هیچا په ګټه ندی،  د هیوادونو ترمنځ ټولې کشالې باید د خبرو د لارې حوارې شي او  داسې جوړښتونه باید رامنځ ته شي چې په هغه کې د ټولو هیوادونو ګته وي. ددې نظریې ژوندی مثال بیا د افغانستان له ۲۰۱۴ څخه تر نن ورځې پورې د پنجاب پر وړاندې اقتصادي جنګ دی، چې نوي تجارتي تاړونونه یې له ايران، تاجکستان، ازبکستان او هند سره وکړل او د پنجاب اقتصاد ته یې سخته صدمه ورورسوله.
 
خو ځینې هیوادونه بیا په یو وخت کې لدې دواړو نظريو څخه  ګته پورته کوي. د مثال په توګه د پنجاب بهرنۍ  پالیسي د امریکا پر وړاندې چې نه سیاسي او اقتصادي اړيکې ورسره پرې کوي او په عين وخت کې ترهګر هم ورته روزي چې د امریکا او د متحدينو ګټې پرې تحدیدوي او مالي او ځاني ځیانونو پرې ورسوي.  همدا لوبه د افغانستان سره هم کوي،  نه فرهنګي،  سیاسي او اقتصادي اړیکې راسره شلوي خو په عین وخت کې هره ورځ ترهګر راته ساتي او هم یې رالیږي او زمونږ بېګناه افغانان پرې شهیدانوي.
 
پرون زمونږ باچا حامد کرزی  وو او نن مو ډاکټر اشرف غني دی او سبا به بل څوک وي.  خو زمونږ په بهراني سیاست کې باید د پاچاهانو په تلو او راتلو ډیر توپير رانشي،  په تیره هم د پنجاب پر وړاندې ځکه په ننني زمان کې مونږ تر پنجاب بل غټ دوښمن نلرو،  زمونږ د چارواکو باید تل دا کوښښ وي چې څنګه  پنجاب له پښو وغورځوو او هسې کارونه ورسره وکړو چې دوی یي هره ورځ زمونږ له غریب ملت سره کوي.  
 
د پنجاب پر وړاندې کومه پالیسي ښه ده ؟ دا ښه ده چې زمونږ حکومت د پنجاب په وړاندې یوازې له لیبرالیزم څخه کار واخلي او نور په قرار کېني؟  او که یوازې له ریلیزم څخه کار واخلو او نور په پنجاب باندې کار نلرو؟  او که دا به زمونږ د حکومت او وطن په ګته وي چې په یو وخت کې له دواړو نظریو څخه کار واخلو او خپل تر ټولو غټ دوښمن پنجاب ته په خپله لوبه کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړو؟
 
عزت الله عالم  
۰۵/۱۲/۲۰۱۷
tags

ستاسې تبصرې

*


Top