له افغان امنیتي ځواکونو څخه ولسي ملاتړ د هغوي بریا یقیني کړې

له افغان امنیتي ځواکونو څخه ولسي ملاتړ د هغوي بریا یقیني کړې



۱۴/۹/۱۳۹۶
داچې زموږ ملي امنیتي ځواکونه د هېواد پالنې د لوړ احساس درلودونکې دي او په خورا لوړ مورال او بشپړه افغاني روحیه له خپل حریم او ولس څخه دفاع کوي او هره ورځ یې له جګړو څخه په لسګونه شهیدان او زخمیان راپاتې کیږي . زیاتره یی زموږ د اردو ځوان افسران دي چې د شهامت او جرئت په لحاظ بېسارې خو د تجهیزاتو په برخه کې د ډول ډول ستونزو او کړاونو ښکار شوي دي .افغانستان یو اسلامي هېواد دی او اسلام تل د دښمن پر وړاندې د هر ډول چمتووالي آمر کړی دی، نو زموږ حکومت او دولت مکلف دي، چې د امنیتی او دفاعي ځواکونو په روزلو او تجهیز کې تر هرڅه زیات زیار وباسي او په امنیتی او دفاعي سیستم کې د سیاسي روحیی پر ځای ملي روحیه لا پیاوړې او د روزلو او تجهیز په چارو کې یې له اغیز ډک  او شفاف ګامونه پورته کړي. داچې افغان ملي امنیتي ځواکونه  په بشپړ شهامت سره دخپل ولس ، خاورې او حریم څخه خپل سر قرباني کوي، دافغانستان ټول با شهامته ولسونه  د خپلو ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او په هر سنګر کې یی ترڅنګ دریږي. د هیواد ملي او دیني ارزښتونو پر اساس ملي امنیتي ځواکونه د افغانستان له مشروع نظام څخه د ملاتړ په برخه کې برحقه مبارزه کوي، له هیواد څخه د  ملي امنیتی ځواکونو دفاع او ملاتړ د هېواد سره د مینې او خلوص ثبوت په ډاګه کوي  او  له ټولو هېواد والو څخه هیله کیږي چې د دښمن مکر او فریب ته دشکست په خاطر اغېزمنه لاره یعني خپلمنځي یووالی او د خپلو ځواکونو څخه ملاتړ لپاره ملاوې وتړي، ترڅو چې د خپلو اتلانو لیکې لا پیاوړي او مستحکمې شي او دخپل هېواد راتلونکي د همدغه ملاتړ په مټ لا روښانه کړي.
په اوس وخت کې چې د افغانستان په زیاته سلنه خاوره کې تودې جګړې روانې دي او د افغانستان امنیتي ځواکونه ددې خاورې له دښمن سره په جګړه بوخت دي؛ افغانانو ته تر هر څه دمخه پکار ده چې د امنیتی ځواکونو سرښندنو، قربانیو او مبارزو ته د درنښت تر څنګ د هغوي تر شا ودریږي او ددوي ملاتړ وکړي، د افغانستان دښمنان په مختلفو نومونو او شکلونو غواړي چې په دې هیواد کې د پردیو تپل شوو جګړو د اور لمبې تودې وساتي تر څو زمونږ هیواد وال له هره اړخه د پردیو اجنټانو محتاج او افغانان د ستونزو سره مخ کړي.
له امنیتي ځواکونو څخه د ولسي ملاتړ  روحیه به وکولای شي چې په جګړو کې د مرګ ژوبلې ګراف راکښته او ملي امنیتي ځواکونو ته بریاوې ور په برخه کړي. که څه هم د جګړو ښکیل اړخونه کوښښ کوي چې د ولس او امنیتي ځواکونو ترمینځ فکري او عقیدوي خلاوې رامینځته کړي خو په دې برخه کې پوره ندي بریالي شوي. کله چې د امنیتي ځواکونو وړتیاوې ډیریږي، له هغوی د خلکو ملاتړ هم زیاتیږي. خلک د افغان امنیتي ځواکونو پر روحیې او وړتیاوو باور لري. کله چې خلک له امنیتي ځواکونو سره مخامخ کېږي، د دوی پر څیرو باندې د هیلو موسکا پخپله د بریا زیري ګڼل کیږي.
مونږ ددې شاهدان یو چې افغان امنیتي مسؤلین په نشتو امکاناتو او میړانې سره د افغانانو له مال او ناموس څخه په کلکه دفاع کوي او دښمن ته غاښ ماتونکي ځواب وایي، چې ښې بیلګې (په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د داعش ماتول ) دي . که څه هم داعش او د حکومت نورې وسله والې مخالفې ډلې د افغان امنیتي موظفینو په پرتله څو ځله زیات تجهیز او تمویل دي خو بیا هم ندي توانیدلي چې افغان امنیتي موظفینو ته ماتې ورکړي او برئ تر لاسه کړي.
په تیرو دریو کلونو کې  د هیواد هوايي ځواک ترڅنګ، د کمانډو ځواکونو لواء په قول اردو بدلېدل او د کمانډو ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی، په يو شمېر ولایتونو کې د نویو قطعاتو او لواګانو جوړېدل، د ښوؤنې روزنې په برخه کې د مسلکي ښوونځیو په شمېر کې زیاتوالی، د هوايي پوهنتون جوړېدل، ملي اکاډمۍ د افسرانو په اکاډمۍ بدلېدل، له هېواده بهر د محصلینو لېږل، د  يو شمېر تاسیستانو جوړیدل او د هوائي پوخ سختې دندې ترسره کول همدارنګه په کشف، استخباراتو، انجینرۍ، توپچي او زرې دارو قوتونو په برخه کې پرمختګ هغه څخه چې د زمونږ د هیواد روښانه راتلونکې تضمینوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top