کله چي کتاب پي ډي ایف کیږي او وړیا ویشل کیږي؛ ګټي او زیانونه

کله چي کتاب پي ډي ایف کیږي او وړیا ویشل کیږي؛ ګټي او زیانونه



له تیرو څو کلونو راهیسي یو شمیر افغان ځوانان کتابونه، مقالې او نور علمي اثار، پي ډي ایف کوي او په وړیا ډول یې په ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو کي خپروي، دوی ددې کار لامل دا ګڼي چي ټولنه مو غریبه ده پر کتاب د هرچا وس نه رسیږي او له بلي خوا غواړي په دې ډول د کتاب ویلو فرهنګ ته وده ورکړي.
بل خوا بیا منتقدین نیوکه کوي چي دا کار له یوې خوا کتاب خپرونکي منزوي کوي او حتی دې ته یې مجبوره کوي چي نور کتاب چاپ نکړي ځکه خلک یې پي ډي ایف کوي چي دا کار یې د کتاب خرڅولو بازار ډیر کمزری کړی، دوی دا نه مني چي ګویا دادي د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکول وي، او نه په ټلیفون او کمپیوټر کي دومره مطالعه کیږي؛ بلکه وايي که غواړو مطالعه او کتاب لوستنه عامه کړو نو باید کتاب په پیسو رانیسو تر څو لیکوالان په مادي او معنوي ډول ونازول سي او کتاب لیکلو ته وهڅول سي، دوی دا هم وايي چي په ډیرو پرمختللو هیوادونو کي کتاب رانیول کیږي؛ ولي پي ډي ایف کیږي نه.
ولي باید ووایو چي په نوره نړۍ کي یو شمیر کتاب خپرونکي پر خپلو ویبپاڼو (بریښنا پاڼو) په وړیا ډول خپل خپاره کړي کتابونه خپروي ځیني وړیا او ځیني په آن لاین ډول د پیسو په مقابل کي وړاندي کوي چي په افغانستان کي تر اوسه داسي څه نه لیدل کیږي.

البته په دې اړه څو ورځي وړاندي په افغانستان کي یو شمیر کتاب پلورونکو او خپرندویه ټولنو د ازادۍ راډیو سره په یوه څیړنیز راپور کي ویلي وه چي دا کار دوی د کتاب چاپولو څخه زړه بدي کړي او کاروبار ته یې سخت زیان اوښتی.
د اثر د پنځونکي یا خپرونکي د اجازې پرته په هر ډول د علمي، فني او هنري اثارو خپرول له حقوقي پلوه د کاپي رایټ قانون له مخي جرم ګڼل کیږي د افغانستان د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو د ملاتړ (کاپي رایټ) قانون، کتاب، مقاله، علمي، فني او هنري اثار خوندي ګڼي او د پنځونکي یا مالک د اجازې پرته يې هر ډول خپرول او چاپ جرم ګڼي خو ددغه جزايي دعوی تحریکول یا پیل کول د زیانمن (متضرر) د غوښتلیک (عریضې) په وړاندي کولو سره تړي.
د افغانستان د کاپي رایټ قانون چي په ۱۳۸۷ هـ ل کال کي په ۷ فصلونو او ۴۹ مادو کي تصویب او نافذ سو، د اثارو د غیرقانوني خپرولو یعني دا چي د مالک اجازه نه وي، سرغړونو لپاره بیلابیل مجازات وړاندي کوي، ددې قانون ۳۱ ماده حکم کوي چي د اثر د مالک له لیکلي اجازې پرته که څوک په هره وسیله کوم اثر چاپ یا خپور کړي د حالاتو په نظر کي نیولو سره تر یو کال پوري په حبس یا نقدي جزا چي تر ۵۰ پنځوس زره افغانۍ لږ او تر ۱۰۰ سل زره افغانۍ ډیره نه وي  یا په دواړو جزاګانو محکومیږي.
دا موضوع تازه هغه وخت ډیر ګرمه سوه چي همدا تازه نن چهارشنبه عازم خپرندویه ټولني چي د ملي امنیت د شورا د پخواني سلاکار ډاکټررنګین دادفر سپنتا کتاب (سیاست افغانستان، روایت از درون) یې په دوه ټوکه کي په ۹۸۰ مخونو کي تازه چاپ کړی ؤ او کابو نهه سوه او پنځوس افغانۍ قیمت یې ورته ټاکلی ؤ،  یو شمیر ځوانانو پي ډي ایف کړی او پر ټولنیزو رسنیو او ویبپانو کي یې وړاندي کړی، اوس عازم خپرندویه ټولني ددې کار په غبرګون کي په کابل کي خپل کتابتون  د اعتراض په ډول تړلی او د خبرتیا پر پاڼه یې لیکلي چي عازم خپرندویه ټولنه او کتابتون به تر هغو پوري تړلی وي تر څو چي د ولسمشرۍ ریاست لخوا ورته د پورتنۍ موضوع په اړه رسمي ځواب نه وي ورکړل سوی.
د یادوني وړ ده چي د افغانستان د کاپي رایټ قانون له یوې خوا ځیني تشي لري او له بلي خوا یې تطبیق ته پام نه کیږي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top