اردوګان؛ بیت المقدس ته د امریکې سفارت انتقالیدو لپاره، اسلامي هېوادونو مشران غوښتي.

 اردوګان؛ بیت المقدس ته د امریکې سفارت انتقالیدو لپاره، اسلامي هېوادونو مشران غوښتي.



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۵مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د اسلامي کانفرانس غړي هیوادونو ولسمشران ترکیې ته وربللي دي، تر څو بیت المقدس ته د امریکې د سفارت انتقال او دغه ښار د پلازمینې په حیث پيژندلو پر ضد غونډه وکړي او ټول اسلامي هیوادونه ددغه سي یوې کړنې پر ضد متحد شي.
د ترکیې د ولسمشریزې ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین رسنیو ته ویلي: رئیس جمهور د اسلامي کانفرانس هیوادونو سرمشریزه غونډه را بللې ده تر څو یاد هیوادونه په منظم او متفقه توګه د وروستیو جریاناتو په اړه موقف ونیسي.
اردوګان ددې تر مخه هم د امریکې پر ضد کلک موقف ونیوی او ټرمپ ته یې په خطاب کې وویل: زه ټرمپ ته وایم، قدس شریف د مسلمانانو لپاره سره لیکه ده، که د اسرائیل پلازمینه وبلل شي، مونږ به دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کړو.
باید وویل شي چې امریکايي رسنیو د امریکايي جګپوړو چارواکو له خولې ویلي چې ټرمپ اراده لري نن د چهار شنبې په ورځ په یوه ځانګړې وینا کې بیت المقدس د اسرائیل ابدي پلازمینه وبولي او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د انتقالولو اوامر صادر کړي. 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top