سولې عالي شورا؛ طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکوي

سولې عالي شورا؛ طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۵مه) د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هر میکنازم پر بنسټ چې وسله‌وال طالبان خوښ وي، ورسرهد سولې خبرې کوي او دغه شورا حاضره ده، چې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس اکرم خپلواک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هیڅ ډول شرط د سولې د خبرو د پیل لپاره نه لري او د هر درېیم بنسټ په منځګړیتوب، چې طالبان یې غواړي، ورسره د سولې خبرې پیلوي.
هغه زیاته کړې: "موږ پر هغو طالبانو او د طالبانو پر هغو مشرانو باندې، چې یا په قطر کې دي، یا په نورو هیوادونو کې دي، یا په پاکستان کې دی او ډیر لالهانده ژوند لري، هیله کوو، لکه څنګه چې حزب اسلامي راغی په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو دفتر په کابل کې ولره، موږ آماده یو چې همداسې دفتر ورکو او یوه با عزته مذاکره، چې د خلکو او د افغانستان د ملت غوښتنه وي، په دې کې برخه واخلي".
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو ټینګار کړی، چې د وسله‌والو طالبانو او داعش ترمنځ د پام وړ توپیرونه شته دي او د دغې شورا د سولې لوری یواځې وسله‌وال طالبان دي.
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top