د علي عبدالله صالح زوی له ایرانه د پلار غچ اخلي

د علي عبدالله صالح زوی له ایرانه د پلار غچ اخلي



ټایمز ورځپاڼې یمن کې د الشرط الاوسط ورځپاڼې د خبریال ریچرډ سپنسر مقاله راخیستې ،چې په کې لیلک شوي؛ د علي عبدالله صالح زوی له ایرانه د غچ اخیستو ژمنه کړې.
سپنسر وايي، سعودي عربستان او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح زوی پرون له حوثیانو سره د سولې وړاندیزونه وننګول او ژمنه یې وکړه چې د جګړې اور کې له لولپه شوي یمن نه به حوثیان وشړي.
۴۵ کلن احمد علي صالح چې د سعودي ریاض ته له حوثیانو سره د جګړې چمتو کېدو لپاره ریاض ته  پر لار و، وویل "حوثي یاغیانو د ایران په ملاتړ زما پلار وواژه. د وطن او انسانیت له دښمنانو سره به جنګېږم."
د صالح زوی د سعودي یوه تلوېزیون ته ویلي: "له یمن نه به د وروستي حوثي تر شړلو پورې وجنګېږم. زما د پلار وینه به ایران ته دوزخ جوړ کړي."
سپنسر وايي، د صالح له وژلو وروسته، د حوثیانو معنویات لوړ شوي، خو د پلازمېنې صنعاء د یوه اوسېدونکي په وینا "یمن کې به کړکېچ سخت او د اور لمن لا پسې وغځېږي."
tags

ستاسې تبصرې

*


Top