په کندهار ولایت کې ښځو ته ۱۰۳ شنې خونې ويشل شوي

په کندهار  ولایت کې ښځو ته ۱۰۳ شنې خونې ويشل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۵) ویل شوي، چې په کندهار ولایت کې ښځو ته د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره، ۱۰۳ شنې خونې وویشل شوې.
د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سیدي ویلي دي، چې دغه شنې خونې د کندهار ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، دامان، ډنډ او مرکز کې د کرنې ریاست له خوا د ۳،۳ میلېونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړې، د شنو خونو د وېش ترڅنګ به ښځو ته په ژمي کې د کر په هدف د سبزیو اصلاح شوي تخمونه هم ورکړل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top