د «ملي محور» ګوند پر دفتر باندې د ملي امنيت د يوې کړۍ لخوا بریدونه شوي

د «ملي محور» ګوند پر دفتر باندې د ملي امنيت د يوې کړۍ لخوا بریدونه شوي



نږدې درې اونۍ مخکې د ملي امنيت د کارکوونکو د يوې ډلې لخوا د «ملي محور» د ګوند پر دفتر د شپې مهال برید شوی او وړمه شپه بیا تکرار شوی.
د ملي محور ګوند سرچينې روهي وېبپاڼې ته ويلي، چې درې اونۍ مخکې د شپې یوه بجه د ملي امنیت په يونیفورم کې شا و خوا شلو تنو د دغه ګوند پر دفتر چاپه غورځولې او په دفتر کې يوازني محافظ يې سخت وهلی ټکولی او د دفتر تلاشي يې هم کړې.
سرچينه زیاتوي، چې د دفتر ساتونکی، چې له ګوند سره کوم سیاسي تړاو نه لري، تر پوښتنې او ګروږنې لاندې نیول شوی او د هغې غونډې په هکله ترې تحقیقات کيدل، چې تیره اونۍ په کابل کې د «د افغانستان روان وضعیت؛ تحلیل و راه های حل» تر سرلیک لاندې د «ملي محور» او «حزب توسعه افغانستان» لخوا جوړه شوه. د دوی په وینا په پای کې یاد محافط پر دې ګواښل شوی، که چيرې د دې ګوند د ځينې مشرانو په مسمومولو کې ور سره همکاري ونکړي، نو دی به ووژل شي، چې اوس دغه محافظ له ويرې خپله دنده پرېښودلې.
یاده سرچينې زیاتوي، چې وړمه شپه یو ځل بیا دفتر ته امنيتي کسان په داسې مهال  ورغلي وو، چې دفتر کې څوک نه وو، يو شمېر توکي يې مات، په هر ځای کې يې سګرټ او نصوار هم غورځولي وو، چې دا هم د دې کړۍ د اخلاقو بېلګه بلل کیدی شي.
 
د ملي محور ګوند مشرتابه، د دغه پېښو له رامنځته کیدو نه هيښتیا ښودلې او زیاتوي، چې په هکله يې د ملي امنيت ادارې ته شکايت شوی او د پلټنې غوښتنه يې کړې، خو د دوی لخوا تر اوسه کوم غوڅ اقدام ندی شوی.
د ملي محور ګوند وايي، چې د ملي امنيت ادارې مسوولیت د امنيت ساتل دي، نه دا چې د دوی له امکاناتو نه د شخصي غرضونو لپاره ګټه واخیستل شي. د دوی په وینا، په داسې حال کې چې د دې ګوند مشرتابه او غړي په علني او قانوني ډول په هېواد کې دننه فعالیت کوي، دا ډول کړنو ته څه اړتیا ده، خو له بده مرغه په هېواد کې يو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره، هر ډول ناقانونه کړنو ته لاس اچوي، چې که دولت يې مخنیوی ونکړي، ناوړه پايلې به ولري.
د یادونې ده، چې د حبيبيې لیسې تر څنګ ودانۍ، د ملي محور د ګوند، د کلتوري ټولنو جرګي او خوشال بابا فکري بهير لخوا په ګډه کارول کيږي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top