بامیانو کې د امنيتي ځواکونو ۲ کارکوونکي د جنسي تيري په تور نيول شوي

بامیانو کې د امنيتي ځواکونو ۲ کارکوونکي د جنسي تيري په تور نيول شوي



د بامیانو د پولیسو سرچینې وايي، چې تیره ورځ د امنیتي ځواکونو ۲ تنه مسوولین، پر يوې ۲۰ کلنې نجلۍ د تيري پر مهال نيولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د بامیانو د پولیسو قوماندانۍ مرستيال علي جعفري او د ملي امنيت کارکوونکی بهمن علي، پر يوې شل کلنې نجلۍ تجاوز کړی دی.
د پوليسو د جنايي پېښو مدیر جليل واثق ويلي، چې دغه کسانو تر الکولي مشروباتو څښلو وروسته، پر نجلۍ باندې تیری کولو، چې ونیول شول.
د بشر د حقوقو خپلواک کميسیون، په هغه غونډه کې چې په دغه ولایت کې يې د مدني فعالانو او خبریالانو سره درلوده، خبر ورکړی چې په بامیانو کې د میرمنو پر وړاندې د تاو تریخوالي شکایتونه زیات شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top