د صدام حسين لور د علي عبدالله صالح د وژل کیدو له امله غمرازي ښودلې

د صدام حسين لور د علي عبدالله صالح د وژل کیدو له امله غمرازي ښودلې



د عراق د پخواني جمهور رييس صدام حسین لور رغد صدام حسین، په ټولنیزو رسنيو کې د یمن د پخواني جمهور رييس علي عبدالله صالح د وژل کیدو په ویر کې خپله غمرازي څرګنده کړې.
نوموړې لیکلي: «د شهید جمهور رييس کورنۍ او لور، بلقیس خور د هغې زوی او احمد ورور ته مې تسلیت وایم؛ هغه کورنۍ ته، چې د شهید صدام حسین د کورنۍ او اشغال شوي عراق او عراقیانو تر شا يې د پاملرنې وړ دريځ غوره کړ. سره دې ټولو هغه څه چې پېښ شوي او یا پېښيږي، بیا هم زموږ هيله الله (ج) ته ده. زما ګران کاکا شهادت دې مبارک شه!»
د یمن پخوانی جمهور رييس علي عبدالله صالح، په يمن کې د ۶ ورځنیو نښتو وروسته، په خپلی ټاټوبي سنحان کې د حوثي ملیشو په یوه کمین کې ووژل شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top