افغانستان او ازبکستان ۲۰ د همکارۍ سندونه او ۴۰ نور مختلف تړونونه لاسليک کړل

افغانستان او ازبکستان ۲۰ د همکارۍ سندونه او ۴۰ نور مختلف تړونونه لاسليک کړل



روهي (درې نۍ/۱۴ د لېندۍ)، د افغان او ازبکستانی چارواکو ترمنځ نن ورځ د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د دوه اړخېزو همکاريو په برخه کې ۲۰ سندونه او ۴۰ نور تړونونه په مختلفو برخو کې لاسليک شول.
 
افغان چارواکو له ازبکستان سره ياد سندونه او تړونونه د هغه رسمي سفر په ترڅ کې تر سره کړل، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ يې ياد هېواد ته درلود.
 
د افغان او ازبکستان ولسمشرانو په ياده لېدنه کې، د ازبکستان ولسمشر ميرزايف په افغانستان کې د سولې له پروسې سره خپل ملاتړ هم اعلان کړ، نوموړی په افغانستان کې د يوې بلې قونسلګرۍ د جوړېدو هم وويل.
 
د يادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان ولسمشر ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه چې نوموړي هم ياده بلنه قبوله کړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top