افغان کرکټ لوبډلې له اېرلینډ لوبډلې څخه لومړۍ سیالۍ وګټله

افغان کرکټ لوبډلې له اېرلینډ لوبډلې څخه لومړۍ سیالۍ وګټله



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ شو لیندۍ ۱۴مه) د افغانستان او اېرلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزه سیالیو سیریز لومړۍ لوبه افغان لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه اېرلېنډ لوبډلې ګټلې، خو لومړی افغان لوبډلې توپوهنې کړې، چې ۲۳۹منډې یې جوړې کړې دي.
له افغان لوبډلې ناصر جمال ۵۳ او رحمت شاه ۵۰ لوړې مندې جوړې کړې.
بل خوا د بال اچونې پر مهال مجیب ځدران ۴ او راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول.
اېرلنيډ کرکټ لوبډلې په ۱۳۸ منډو افغان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
پخواني معلومات:
د افغانستان او اېرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزه سیالیو لومړۍ لوبه روانه ده.
همدا مهال ناصر جمال پر ۳۹منډو ۱۹ او رحمت شاه زرمتی ۳۵بالونو ۱۵منډو ولاړ دي.
افغان کرکټ لوبډلې تر دا مهاله، په ۱۷ اوروونو ۶۵ منډې جوړې کړې دي.
بل خوا دوه افغان لوبغاړي جاوید احمدي او احسان الله سوځېدلي دي.
لوبه لا روانه ده...
 
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top