حسن روحاني: يو شمېر اسلامي هېوادونه په بې شرم ډول د اسرائيلو صهیونیسټي رژيم سره اړېکې ساتي

حسن روحاني: يو شمېر اسلامي هېوادونه په بې شرم ډول د اسرائيلو صهیونیسټي رژيم سره اړېکې ساتي



روهي (درې نۍ/۱۴ د لېندۍ)، د ايران ولسمشر حسن روحاني نن ورځ د ايران له يوې ټلويزوني شبکې سره په خبرو کې د نړۍ په مسلمانانو غږ کړی، چې د اسرائيلو پر وړاندې یو پاتې شي او په سيمه کې يې د وړاندې تګ د هڅو مخنیوی وکړي.
 
حسن روحاني يو شمېر عرب هېوادونه تورن کړي او په وينا يې چې په بې شرمه ډول په سيمه کې د اسرائيلو سره په اړيکه کې دي، نوموړي زياته کړې ده، "د نړۍ يو شمېر اسلامي هېوادونه په بې شرمه ډول د اسرائيلو له صهیونیسټي حکومت سره اړېکې او ګډې ګټې لري، په حقيقت کې دا ډول اړېکې د ايران پر وړاندې يوه دسيسه ده."
 
ايراني ولسمشر د نړۍ په مسلمانانو هم غږ کړی ترڅو اسرائيلو ته اجازه ور نه کړي، چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو په دمرسته په سيمه کې خپل نفوذ غښتلی کړی او د منځني ختيځ په شخړو کې خپلې ګټې لاس ته راوړي.
 
په اسلامي هېوادونو د حسن روحاني د نېوکو ځانګړې موخه سعودي عربستان وو، د يو اسرائيلي لوړ پوړې چارواکې په وينا چې اسرائيلو او سعودي عربستان تېره مياشت په خپلو کې يو شمېر پټ تړونونه تر سره کړي ترڅو د دوی پر وړاندې د تهران د ګډو اندېښنو مخنيوی وکړي.
 

د امريکا په شمول سعودي عربستان او همدارنګه اسرائيل په منځني ختيځ کې د ستونزو او شخړو تر شا تهران په لاسوهنو تورن کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top