محقق د خپلې دندې ځنډېدل رد کړي

 محقق د خپلې دندې ځنډېدل رد کړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۴مه) د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي؛ د ده د دندې ځنډېدو خبرونه بې اساسه دي.
د نوموړي له دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کار یوازې د مغرضو رسنیو له لورې شوی دی.
په ایران کې د افق په نامه یو خبري بنسټ د محمد محقق د وروستیو څرګندونو له امله، په امنیت شورا کې د هغه د غړیتوب د له منځه تلو خبر ورکړ.
ویل شوي و، چې افغان کابینې محقق په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په ستایلو د امنیت شورا له غړیتوبه ویستلی او د هغه د دفتر رییس عبدالوهاب عزیزي يې پر ځای ټاکل شوی دی.
محمد محقق په ایران کې د "محبان اهلبیت" په نوم ناسته کې، په سوریه کې د ایران په ګټه جنګېدونکي افغانان ستایلي و، چې دغه څرګندونې يې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top