کورنیو چارو وزارت د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږلي

کورنیو چارو وزارت د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۴مه) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د اداري فساد له ۹۲ پېښو سره په تړاو یې د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي، چې په تورنو کسانو کې دوه جنرالان او ۳۶ د پولیسو افسران شامل دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
tags

ستاسې تبصرې

*


Top