د حکومت او عطا پټه سودا !

د حکومت او عطا پټه سودا !



داسی اوازې دي چې د عطا ممد نور سره حکومت د یوی ماملې له مخې دې هوکړې ته رسیدلی وو 【 پدې شرط چی بی ژبی صلاح الدین رباني به همداسی سرپرست د بهرنیو چارو د وزیر په صفت پاتې کیږی او د ځینو نورو امتیازاتو  په مقابل کی به عطا نور د کندهار  له غونډي تيريږي نه به ورځي.】
که حکومت په رښتیا هم د عطا سره دا مامله کړي اوسی نو د حکومت به تر دغه ټیټ  او پست کار  بل نه وی، دا ځکه د عطا ممد تلل کندهار ته هیڅ ډول اثر نه شو درلودلای ولې که حکومت  همدغه مامله رښتیا هم کړی اوسی پدې سره نه تنها عطا د صلاح الدین لپاره د بهرنیو چارو د وزارت چوکۍ وساتله بلکی د حکومت پر وړاندې یی لا نور زیات کرډیټ پسی واخیست چی تر لومړۍ یی دغه  دوهم ډیر د پاملرنې وړ دی دا ځکه چی خپله حکومت عطا  نور ته د یو دولتی مامور یا والې په حیث نه بلکی د یو موازي قدرت په صفت قایلیږی او مني یی. دا خو شو د حکومت شرم.
رابه شو د همایون همایون، ظاهر قدیر همدارنګه د کندهار د آمنې قوماندان رازق او د همدغې غونډې نورو ګډونوالو بی شرمۍ ته.
که چیرته عطا ممد نور د کندهار د غونډی ګډونوالو سره د ورتللو او برخې اخیستنې ژمنه کړی وي او بیا عطا ممد  نور د حکومت سره د پټې ماملی لخوا تیر شوی وي او کندهار ته نه وي تللی موږ د عطا څخه ګیله نه کوو ځکه بی شرم به په څه وشرمیږي، خو موږ ته د همایون خان او ظاهرخان هغه فلمي ډیالاګونه، ګوټ څنډنې او حکومت ته داړکی ورکول چی که 《په دولسو ساعتونو کی د دوی میلمانو ته اجاز  ورنکړل شی تر څو کندهار ته ورشي نو دنیا به څټ په مخ راتاو کړی》 ډیره هغه د چا خبره چی  د خندا وړ خبره ده. ایا دا ښاغلي اوس په خپله ټولنه  کې مخونه لري، او کنه پوزې یی چورې پرې شوی دي؟
ایا همدغه عطا چی د کندهار د غونډې ګډونوالو ورباندې حساب کړی وو  په سپکو یی سپک نه کړل؟
ایا دوی به اوس د خپلو پوزو چی عطا ورته پرې کړې پوښتنه وکړي؟دا پوښتنې به راتلونکي ته پریږدو!
ښه حکومته! که چیری په تا کی غله نه وای د ولس او هیواد غم درسره وای نو ولی  لنډغرو ته امتیاز؟  ولی وسره قانونی برخورد نه کوی؟
خو کله چی حکومت د خپلو شپو نه وی قانون ، د ولس رایو  او ارادې ته احترام نه لری، د ولس غوښتنو ته پاملرنه نه کوی همدارنګه  پردیو د خپلو پروژو د سرته رسولو لپاره کشینولی وي خود به یې هم همدغه حال وي، خود به هم د لنډغرو سره ماملې کوی امتیازات به ورکوي هغوی به نور هم زورور کوي تر څو داذخدای ناترسه  په ولس کی دا پاتې یو څاڅکی وینه هم وچه کړي.
اوس به راشو  بیچاره او ګونګي ولس ته چی پر سر باندې یی حکومت او لنډغر د پردې تر شا  څه ډول ماملی کوی او دوی یعنی ولس څنګه په یوه ډډه پروت دی خپل خوبونه وهی.
وه ولسه! باور وکړی چی نه حکومت ستا له غمه مړ وی نه هم دا لنډغر دوی په خپلو کی چی څومره سختی په یو بل باندې راشی بیا هم د ماملو له لاری یو بل ته تیریږی خو خپل وخت اړوي وړاندې ځې، نه د هیواد غم د چا سره شته نه هم د ولس، ټول د ځان ډلی او خپل جیب لپاره ماملی کوی د یو او بل سره چنې وهي.
دلته چی سړی نه لیونی کیږی لیونی به شی، خدای پاک پوهیږی چی نور به لا څه واورو!
بس ولسه  ډډې ښې ورته پلنې کړه!
مننه
tags

ستاسې تبصرې

*


Top