يوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې

 يوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۴مه) ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما ويلي، چې په افغانستان کې د زياتېدونکو هوايي بريدونو او بمباريو له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.
د دغه دفتر په تازه یوه راپور کې راغلي؛ د روان ۲۰۱۷م کال له پيله تر سپتمبر مياشت پورې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۰۵ ملکي کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي.
د ورکړل شوي راپور له مخې، که همدغه موده د تېر کال د ملکي مرګ ژوبلې سره پرتله شي نو ۵۲ سلنه زياتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو يوناما ادارې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۵۴ ملکي کسانو وژل کېدل بهرنيو ځواکونو ته منسوب کړي، چې په عملياتو او هوايي بريدونو کې وژل شوي، همدا راز وايي ۲۰ تنه نور د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي.
راپورزیاتوي؛ د ۲۰۱۷ کال له پيل راهيسې د سپتمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې ټول ۲۶۴۰ تنه ملکيان وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه نور ټپيان دي.
په راپور کې، ۲۰ سلنه ملکي مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته منسوب شوې او ۶۴ سلنه يې مخالفينو ته، او زياتوي چې يواځې ۵۴ تنه ملکيان د بهرنيو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې “سي ای پي جي” ويلي و، چې يواځې په تېره مياشت کې د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې ۱۰۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپيان دي.
دراپور له مخي په اکتوبر مياشت کې بيا د ملکيانو د وژل کېدو پېښې له دې هم زياتې شوي چې نژدې تر ۲۰۰ پورې ملکيان وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپيان دي.
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top