امریکا کې یو شپږ کلن مسلمان هلک د الله نوم په لوړ غږ اخیستلو له امله پولیسو نیولی

امریکا کې یو شپږ کلن مسلمان هلک د الله نوم په لوړ غږ اخیستلو له امله پولیسو نیولی



د امریکایي رسنیو د راپورونو پربنسټ د یاد هیواد په ټکزاس ایالت کې یو شپږ کلن ماشوم له دې امله پولیسو ته سپارل شوی دی چې په لوړ غږ یې د الله نوم اخیستی دی.
نوموړی ماشوم محمد سلمان نومیږي او کله یې چې په ټولګي کې په لوړ غږ الله نوم واخیست نو ښوونکي یې پولیس خبر کړل او ورته ویې ویل چې نوموړی ترهګر دی او پولیسو هم ونیوه.
د نوموړي پلار ویلي دي چې محمد سلمان د ډاون سنډروم ناروغي لري او خبرې نه شي کولی خو ښوونکي یې ویلي دي چې موږ او ټولګیوالو یې واوریدل چې الله نوم یې واخیست، نوموړي ځان دا دومره موده ګونګ اچولی و او موږ ته یې دوکه راکړې ده او د نوموړي په وینا چې سلمان ترهګر دی.
د محمد سلمان پلار وایي چې له دوی سره توپيري چلند کیږي او نیوکه یې کړې ده.
له بلې خوا په ټکزاس کې د ماشومانو حقونو ساتلو ادارې په یاده پيښه کې دخالت کړی دی خو لا نه ده ښکاره چې سلمان اوس هم له پولیسو سره نظر بند دی او که خوشی شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top