د پاکستان پوځ مشر وایي په افغانستان کې د هند رول اندیښمن کړي دي

د پاکستان پوځ مشر وایي په افغانستان کې د هند رول اندیښمن کړي دي



د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وایي چې په افغانستان کې د هند رول ځکه اندیښمن کړي دي چې د افغانستان خاوره د هند له خوا د دوی پر وړاندې کارول کیږي.
باجوه دا خبرې د امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس سره د راولپنډۍ په یوه پوځي مرکز کې د لیدنې پر مهال کړي دي.
ده زیاته کړې ده چې پاکستان په سیمه کې د ټیکاو په موخه ډېر زیات کار کړی دی او امریکا باید پر دوی باور وکړي.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر ویلي دي چې همدا اوس هم ځینې ډلې له پاکستان څخه پر افغانستان بریدونه کوي، نوموړي زیاته کړې ده چې د نوموړي موخه له پاکستان څخه غوښتنې نه دي بلکه د امریکا له خوا پر پاکستان د نیوکو لپاره باید د حل لاره ولټول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ادعا کړې وه چې هند د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top