د يمن پرځول شوی ولسمشر علي عبدالله صالح وژل شوی

 د يمن پرځول شوی ولسمشر علي عبدالله صالح وژل شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۳مه) ویل شوي، چې په يمن کې د حوثي شيعه وسله والو ملېشې یوې راډيو ويلي؛ د يمن پرځول شوی ولسمشر علي عبدالله صالح نن ماښام په خپل کور کې وژل شوی دی.
د حوثيانو تر واک لاندې د يمن د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې " د علي عبدالله صالح ټولې خاينې ملېشې په پلازمېنې صنعاء او نورو سيمو کې له منځه تللي او مشر يې وژل شوی دی."
بل خوا په ټولنيزو شبکو کې عربي فعالانو هم ويلي، چې صالح وژل شوی دی.
د صنعاء اوسېدونکو هم تایید کړې، چې حوثیانو د علي عبدالله صالح کور په بمونو الوزولی او هغه يې وژلی دی
له تېرو دريو کلونو راهيسې حوثيان د علي عبدالله صالح په ملاتړ د سعودي په مشرۍ ايتلاف سره په جګړه اخته و، خو له تېرې څه مودې راهیسې صالح له سعودي او اماراتو سره د روغې جوړې هڅې روانې کړې وې او حوثيانو سره مخالف شوی و، چې بالاخره نن د حوثيانو له لوري ووژل شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top