ولسي جرګې ۱۱ کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکړې

ولسي جرګې ۱۱ کاندید وزیرانو ته د باور رایې ورکړې



د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لوري د ۱۲ معرفي شویو نوماند وزیرانو له ډلې ۱۱ ته د تایيد رایه ورکړه، خو یوازې نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، له جرګې د باور رایه تر لاسه نه‌کړه.
د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې ۲۲۳ وکیلانو حضور درلود او د بریالیتوب لپاره نوماند وزیران اړ وو، چې له ډلې یې د ۱۱۳ وکیلانو د تأیید رأیې خپلې او «۱+۵۰» پوره کړي.
ښاغلي دانش د ولسي جرګې په غونډه کې وویل، دا کسان د تجربې او لیاقت له مخې ټاکل شوي او د جرګې له غړو يې وغوښتل چې شرایطو ته په پام سره د کابینې د بشپړېدو په هدف دوی ته د باور رأیه ورکړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top