کانګرېس غړو د ټرمپ پر ټوېټونو اندېښنه ښوولې

کانګرېس غړو د ټرمپ پر ټوېټونو اندېښنه ښوولې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۳مه) د امریکا د کانګرېس غړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټونو پر هغې لړۍ اندېښنه څرګنده کړې، چې د دغه هېواد د پلټنو مرکزي اداره (ایف بي ای) د دغې ادارې مخکینی مشر او د تېر کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنه پکې تر بریدونو لاندې راغلې ده.
د امریکا په تيرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په اړه پر روانو څېړنو د امریکا ولسمشر ډونالډ نيوکو په غبرګون کې د کانګرس یو شمیر غړو اندېښنې ښودلي.
د دیموکرات ګوند ځینو سناتورانو ویلي د ولسمشر له خوا د څېړنو بهیر د ټکني کولو په اړه شکونه په زیاتېدو دي.
د ټرمپ یوه شخصي وکیل لږ تر لږه د یوه ټویټر مسوولیت پر غاړه اخیستی او دا په دې معنی ده چې ولسمشر ټرمپ پوهېده چې د ده د ملي امنیت مخکېنی سلاکار له مسکو سره د خپلو اړیکو په اړه د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) ته دروغ ویلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top