د عامې روغتيا وزارت : افغانستان کې د ايډز ناروغي پراخه شوي

د عامې روغتيا وزارت : افغانستان کې د ايډز ناروغي پراخه شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۳مه) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویلي؛ چې په هېواد کې د "اچ آی وي" يا ايډز ناروغي د پراخېدو په حال کې ده.
د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان نن په کابل کې د ايډز پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي؛ په روان ۲۰۱۷مېلادي کال کې د ايډز ۲۳۲ پېښې ثبت شوي دي.
په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۱۶ميلادي کال کې د ايډز د ناروغانو شمېر ۲۰۴ تنه و او سږ کال ۲۳۲ کسانو ته لوړ شوی دی.
هغه وويل، له ۱۹۸۹ نيولې تر ۱۳۹۶م کال پورې په ټول هېواد کې د ايډز د ناروغۍ ۲۵۲۲ پېښې په عامې روغتيا وزارت کې ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په سلو کې ۷۵ فيصده نارينه، ۲۵ فيصده مېرمنې او ۵۴ تنه يې ماشومان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ايډز ناروغي د نامشروع جنسي اړيکو، استعمال شويو ستنو او له يو کس نه بل ته د وينې د ورکړې له لارې انتقالېدلی شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top