زمری پیکان په اته کاله بند محکوم شو

زمری پیکان په اته کاله بند محکوم شو


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۳مه) د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پيکان په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی.   هغه د کابل ښار اوسېدونکي سهراب نظامي د قتل په قضیه کې تېره ورځ د اداري فساد درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې له خوا محکوم شو.   ویل شوي، چې زمري پيکان په غیر قانوني توګه خپل زوی په عامه نظم قومندانۍ کې مقرر کړی و، چې له همدې امکاناتو په استفادي يې سهراب نظامي په قتل رسولی دی.   د دې محکمې رییس شیر اقا منیب پرېکړه داسې اعلان کړه: " زمری پيکان د مامور جان زوی چې ستاسو د نذیر رضايي غایب مؤکل دی، د جزا د قانون د ۴۲مې مادې پر اساس په ۸ کاله او ۶ میاشتې تنفیذي بند محکوم شو او د قتل په قضیه کې د لاس لرلو په تور کې د کافي معلوماتو او دلایلو د نه موجودیت له امله د جزا د څلورم قانون او د جزايي اجرأتو د پنځم قانون په اساس بری الذمه اعلان کړې."   د عدلي مرکز وياند محمد عالم عتیق په خبره، پیکان له خپل زوی مختار سره یو ځای تښتېدلی او امنیتي مسوولین يې په لټه بوخت دي.  
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top